Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بارکزی:د میرولي پر کور برید ترهګریز برید وه

د تېرې شپې د وژل شویو په ډله کې د معلم میرولي دوه لمسیان او د عبیدالله بارکزي یو زوی هم شامل دي.د چهارشنبې پر شپه (د مرغومې پر لومړۍ نېټې) درې بریدګرو په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو د استازي میرولي پر کور برید کړی وه.

په دغه برید کې هېڅوک خوندي پاتې نه‎شول د دغې کورنۍ له ښځو تر ماشومانو ټولو ته زیان رسېدلی دی.مصطفی او احمدضیا د میرولي دوه کوچني لمسيان هم په دغې پېښه کې ووژل شول.

د دو پلار د هلمند د ګرشک ولسوالۍ پخوانی قوماندان حکمت الله حقمل هم دوه کاله مخکې په ځانمرګي برید کې ووژل شو.

د میر ولي خوریۍ محمد انور وايي:«زه چې راغلم د مصطفي او احمدضیاء مړي پراته وو او له ځانګړو ځواکونو څخه مې وغوښتل چې مرسته وکړي ترڅو دغه مړي بهر کړي.»

حفیظ الله بارکزی چې ۲۶ کلن ځوان وه یوه اوونۍ مخکې یې کوژده کړې وه په دې پېښه کې وژل شوی دی.

نوموړي چې د حقوقو او سیاسي علومو په څانګه کې لیسانس او په ژورنالیزم کې ماستري ترلاسه کړې ټولې هیلې یې ترخاورو لاندې شوې.

د ولسي جرګې غړي عبیدالله بارکزي وویل:«دا د هغو ترهګرو کار وه چې د پاکستان ډالۍ وه.»

د نوموړي ورور محمد اسماعیل بارکزی وايي حفیظ الله د قران کریم حافظ هم وه، خو بریدکوونکو لږترلږه اته مرمۍ پرې اورولې دي.

محمد اسماعیل زیاته کړه:«حکومت باید د خلکو امنیت ونیسي.زه نه وایم چې د وزیرانو او یا هم د وکیلانو د زامنو امنیت جدي ونیسي.باید د ټولو خلکو امنیت باید جدي ونیسي.»

په دغې پېښه کې د ولسي جرګې د غړي ښاغلي میرولي دوه ساتونکي او دوه مېلمانه هم وژل شوي او د نوموړي د کورنۍ شپږ غړي ټپيان دي.

په دغه برید کې هېڅوک خوندي پاتې نه‎شول د دغې کورنۍ له ښځو تر ماشومانو ټولو ته زیان رسېدلی دی. مصطفی او احمدضیا د میرولي دوه کوچني لمسيان هم په دغې پېښه کې ووژل شول.

شریک یي کړئ