Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

طالبانو پر وړاندې د بریدونو په دوام د امریکا د دفاع وزیر ټینګار

د امریکا متحده ایالاتونو د دفاع وزیر، مارک اسپر دوشنبې(د تلې په ۲۹مه نېټه) کابل کې وویل چې دوی  سولې ته تر رسېدو پورې پر طالبانو او نورو ترهګرو ډلو ځپلو یرغلیزو بریدونو ته دوام ورکړي.

مارک اسپر د دملي دفاغ او کورنیو چارو سرپرست وزیرانو سره کابل کې د یوې خبري غونډې پرمهال ټینګار کوي چې امریکا متحده ایالات په افغانستان کې د ثبات راتګ لپاره ژمنه ده او تر اوسه یې په ماموریت کې هیڅ بدلون نه دی راغلی.

د امریکا دفاع وزیر چې د یکشنبې په ورځ(د تلې په ۲۸مه نېټه) په ناڅاپي سفر کې کابل ته راغی، د ملي یووالي حکومت له مشرانو سره له کتنې وروسته یې د بهرنیو ځواکونو له عمومي قوماندان او د افغانستان د ملي دفاع او کورنیو چارو له نوماند وزیرانو سره په خبري ناسته کې ګډون وکړ.

هغه خبرداری ورکوي ترهغه چې طالبان خبرو ته حاضر نه شي، پر دې ډلې به پوځي فشارونه کم نه شي.

د امریکا دفاع وزیر، مارک اسپر  وايي:« د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو په پایله کې یوه حل لاره نتیجې ته د رسیدو لپاره ښه لار ده، دغې موخې ته د رسیدو لپاره به پر طالبانو او نورو هغو ترهګرو ډلو چې د افغانانو پرخلاف تاوتریخوالی رامنځته کوي یرغلیز بریدونو ته به دوام ورکړو.»

په داسې حال کې چې د امریکا دفاع وزیر تېره ورځ په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو هرډول کمښت له طالبانو سره په هوکړې پورې اړوند وباله، خو اوس په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان دا مني چې واشنګټن په تیر یوه کال کې په پټه خپل دوه زره پوځیان له افغانستانه ایستلي دي.

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان، سکاټ مېلر زیاتوي:«‎زه ډاډمن یم چې موږ موخو ته د رسیدو لپاره سمې توانمنۍ لرو ترڅو په ټول هیواد کې د روزنې، مشورې ورکولو او مرستې ماموریت ته دوام ورکړو.»

په همدې حال کې د دفاع سرپرست وزیر، اسدالله خالد په دې غونډه کې وویل:«موږ له نړیوالې ترهګرۍ سره د جګړې په لومړۍ کرښه کې یوو، دا جګړه د افغانستان او نړۍ د خونديتوب لپاره نړۍ مخې ته وړو.»

همداراز د ملي دفاع وزیر، مسعود انداربي زیاتوي:«شمېر یې نشي کولی چې پر ظرفیت یې اغېزه ولري، هڅه هم همدا د هچې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې په ظرفیتونو کې بدلون رانشي، او په دې برخه کې ځاصه خبره نه ده.»

د امریکا د دفاع وزیر له سفر سره په یو وخت د امریکا د کانګرس د ریس په مشرۍ اته کسیز پلاوي کابل ته سفر وکړ، هغه که څه هم د ملي یووالي حکومت له مشرانو سره په کتنه کې ژمنه وکړه چې واشنګټن نه پريږدي افغانستان د ترهګرو په امن پټنځاي بدل شي خو له اداري فساد سره د مبارزې او د ټاکنو په پایلو کې د روڼتیا غوښتنه کوي.

د ا جراییه ریاست ویاند، مجیب الرحمان رحیمي وايي:«مېرمن پلوسي ډاډ ورکړ چې کانګرس له حزبي حرکوتونو ور ها خوا د افغانستان پورې له تړلو موضوعاتو ملاتړ کوي او د افغانستان ترڅنګ به پاتې شي.»

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان په داسې حال کې په افغانستان کې د کابو دوه زره بهرنیو پوځیانو د کمښت خبره کوي چې نیویارک ټایمز د یو شمیر امریکایي سرچینو له قوله رپوټ ورکړی چې ښايي په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمیر له دوولس زره څخه اته زره او شپږ سوه ته راکم شي.

د امریکا دفاع وزیر ویلي دي چې سولې ته د رسېدو ښه او غوره لار به د افغانانو له منځه راپورته شوي حل لاره وي

شریک یي کړئ