Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

طالبان د بهرنیو ځواکونو د وتو په اړه له امریکا سره پر خبرو ټینګار

د طالبانو د سیاسي دفتر رییس، عباس استانکزی وايي دوی غواړي لومړۍ له امریکا متحده ایالاتونو سره د افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو د وتو او همداراز د دې ډلې د سیاسي دفتر د رسمیت پېژندنې په اړه خبرې وکړي.

ستانکزي چې تېره ورځ(جمعه د لړم په ۱۸مه نېټه) له خبریالانو سره خبرې کولې وویل، طالبانو به د پورته دوو موضوعاتو تر منلو وروسته د افغانستان د کورنیو مسایلو په اړه له سیاسي ګوندونو سره خبرې وکړي.

دی زیاتوي:«د سولې خبرو لپاره زموږ موضوعات دوې برخې لري، لومړی دا چې له امریکایانو سره باید د ټولو مسایلو په اړه له ډلې یې د افغانستان نه د وتو په اړه خبرې وکړو او بل دا چې د تور نوملړ مسله ده او همداراز د طالبانو د سیاسي دفتر په رسمیت پېژندنه ده، پر دې مسایلو باید له امریکایانو سره خبرې وشي.»

د طالبانو دې استازي ویلي دي:«هغه مسایل چې تر ډېر پر افغانانو پورې تړاو لري، کورني مسایل دي، لکه راتلونکی حکومت، اساسي قانون او نورو مسایلو باندې به له افغانانو سره خبرې وشي.»

هغه همداراز مسکو کې له خبریالانو سره به خبرو کې وویل چې د ښځو د ښوونې او روزنې په اړه ستونزه نلري.

ستانکزي په دې اړه زیاته کړې ده:«طالبان د خپل حاکمیت پرمهال هم د دې مسایلو مخالف نه وو، دا بې بنسټه پروپاګند دي. لکه څنګه چې تاسو پوهېږئ طالبان یو نوی حکومت وه او له خپلو مخالفانو سره هم په جګړه کې وو، هغه وخت شرایط نه وو برابر شوي چې ټول حقوق خلکو ته ورکړل شي، هغه وخت د نارینه وو حقوق تامین نه وو. تر هغه ځایه چې اسلام ښځو ته حق ورکړی دی چې د زده کړې، کار ا و د ملکیت درلودل دي، موږ ورسره ستونزه نلرو.»

دا په داسې حال کې ده چې په مسکو کې د سولې عالي شورا او د طالبانو د استازو ترمنځ د ناستې پایله نه ده څرګنده.

د طالبانو د سیاسي دفتر رییس، عباس استانکزي ویلي دي چې د دوی ډله افغانستان کې د ښځو د ښوونې او روزنې سره ستونزه نلري

شریک یي کړئ