Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د عبدالرشید دوستم د مارشالۍ رتبه د ولسمشر غني له خوا لاسلیک شوه

د افغانستان د ملي جنبش ګوند ویاند بشیر احمد ته ینج د هغه فرمان چې د روان کال د غبرګولي په ۲۱مه عبدالرشید دوستم ته د ماشارلۍ رتبې د ورکړې لپاره د ولسمشر له خوا صادر شوي، د هغه د لاسلیک پخلی کړی دی.

ښاغلی ته ینج همدارنګه وايي چې تمه کېږي ولسمشرۍ ماڼۍ نن دا فرمان اعلان کړي.

دا فرمان د پنحشنبې پر ماښام په خواله رسنیو کې خپور شو او نن سهار (جمعه د چنګاښ په ۱۳مه) د عبدالله د ډلې له خوا یې پخلی وشو.

د مارشالۍ رتبې ته د ښاغلي دوستم ارتقا د هغې سیاسي هوکړې پر بنسټ شوی چې د اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ لاسلیک شو.

د دغه رپوټ نور جزییات به هم وروسته اضافه شي.

شریک یي کړئ