د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئيس، عبدالله عبدالله له فاکس نیوز سره په خبرو کې د افغانستان په اړه د ټرمپ تګلاره اغېزمنه بولي.
په داسې حال کې چې افغانستان کې د اوولسو کلنو جګړې سره د پای څرک یې نه لګي؛ خو اجرائیه رئيس وايي د آسیا سویل په اړه د امریکا متحده ایالاتونو د ولسمشر، ډونالډ ټرمپ تګلاره کار کوي.
هغه وویل:«فکر وکړئ له ژمنې پرته حالت. ډېر متفاوت حالت به وي. دا (تګلاره) کارورکوونکې ده.»
ښاغلی عبدالله وايي اوس مهال د افغان ځانګړو ځواکونو شمېر دوه برابر شوی دی او همداراز د هوايي ځواکونو سمبالښت لپاره هڅې زیاتې شوې دي.
هغه وړاندې وايي:«دوی یوه ستراتیژي اعلان کړه او د ناټو نور غړي هېوادونه یې بسیج کړل. دوی زموږ د افغان کمانډو شمېر دوه برابره کړ، او زموږ د هوايي ځواک ملاتړ کوي ـ چې د ټپیانو په لېږد کې مهمه ده. دا وخت نیسي خو کار کوي.»
ښاغلي عبدالله څرګندوي چې د افغانستان خلک د طالبانو پلویان نه دي:«دوی(طالبانو) خپل حکومت دلته اعمالولو او له دوی(طالبانو) بهرني هېوادونه ملاتړ کوي.»
نوموړي وړاندي وویل:«طالبان هلته فعالیت کوي او د پاکستان له خاورې د مرکز په توګه کار اخلي. مشران یې هلته دي، شوراګانې یې هلته دي. پاکستان کې یې د وسله والو درملنه کېږي او ان کله کله مړي یې پاکستان ته لېږدول کېږي.»
عبدالله همداراز وویل چې د ټرمپ تګلاره د اومابا ادارې خلاف د افغانستان حالاتو پر اساس جوړه شوې ده او دا په جګړه کې د بریا هيله ډېروي.