د مصالحي عالي شورا رییس، عبدالله عبدالله د افغانانو ترمنځ د سولې خبري تاریخ فرصت بولي او ترې د استفادې سپارښتنه لري.
ښاغلي عبدالله نن له غرمې وروسته(جمعه د وږي په ۲۱مه نېټه) قطر ته د خپل سفر پرمهال کابل کې د حامد کرزي هوايي ډګر کې خبریالانو ته وايي چې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرې یو تاریخي بدلون ووسي.
دی وايي چې د سولې خبرو پایلو ته خوشبین دی، خو زیاتوي چې ننګونې هم باید په پام کې ونیسو:«زه نه غواړم چې بد بین ووسم، خو باید چې ننګونې او ستونزې هم له پامه ونه غورځوو، خو د خدای په مرسته باید پایلې ته ورسیږو.»
دی وړاندې وايي چې دواړو لوري باید دې پایلې ته رسېدلي ووسو چې هېواد کې پوځي لار منزل ته نه رسیږي.
د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو په موخه د افغان حکومت مرکچي پلاوی قطر ته ولاړ او ټاکل شوې ده چې شنبې د دغو خبرو پیل ووسي.
د طالبانو د مرکچې پلاوي ویاند، محمدنعیم وردګ پر ټویټرپاڼې لیکلي چې د امریکا او دغې ډلې ترمنځ د سولې هوکړې له مخې یې پلاوی خبرو ته چمتو شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې ځیني امریکايي سیاستوال وايي چې افغان دولت او طالبانو تر اوسه د ځواک ویش په تړاو تر اوسه هېڅ واقعي هوډ نه دی ښکاره کړی، له همدې کبله د دغو خبرو له ماتې سره مخ کېدل هم له تمې ليري نه دي.
په همدې حال کې یو شمېر نور بیا په دې آند دي چې که امریکا له افغانستانه د خپلو ځواکونو ویستو په تړاو خپلې ژمنې عملي کړي، ښایې طالبان له نورو سیاسي اړخونو سره د یوه مشارکتي حکومت جوړولو په تړاو غاړه کېږدي.