Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عبدالله:طالبانو سره سوله به له تېرو لاسته‎راوړنو سره معامله نه وي

د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس، عبدالله عبدالله چهارشنبې( د چنګاښ۶مه) کابل کې د ښځو پیاوړې کولو ناسته کې ټینګار وکړ چې له طالبانو سره به هر ډول سوله د تېرې یوې نیمې لسیزې لاسته راوړنو باندې معامله نه وي.

ښاغلي عبدالله وړاندې وویل چې د افغانستان خلک نشي کولی داسې راتلونکې ته وروګرځي چې د تېر په څېر له خپلو بنسټيزو حقونو بې‎پرخې وي.

اجرائیه رئیس زیاته کړه، که څه هم خلکو د اوبند ملاتړ وکړ، خو ښه وه چې له سیاسي مسانو سره هم سلا شوې وی او د اوربند پایلو او همداراز ښارونو ته د طالبانو راتګ په اړه خلکو ته مالومات ورکړل شوې وی.

نوموړي وړاندې وویل کله چې طالبان د اوربند په ورځ کې ښارونو ته راغلل، نو درس یې واخیست چې جګړه د حل لار نه ده.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني هم تېره ورځ د سولې عالي شورا او د علماو شورا له یو شمېر غړو سره په لیدنه کې ویلي، د سولې عالي شورا رهبري سولې ته د رسیدو په پار یوه طرحه جوړه کړې او بل خوا هېوادوال هم په لوړ غږ سوله غواړي.

ولسمشر اشرف غني په ارګ کې د سولې له عالي شورا او د دیني عالمانو د شورا له یو شمېر غړو سره په لیدنه کې یو ځل بیا له طالبانو غوښتي چې د سولې نويو وړاندیزونو ته مثبت ځواب وایي.

ولسمشر غني  وایي افغان حکومت چمتو دی چې د افغانستان په هره برخه کې له دغې ډلې سره د سولې خبرو ته کیني.
 
اجرائیه رئیس وايي کله چې طالبان د اوربند په ورځ کې ښارونو ته راغلل، نو درس یې واخیست چې جګړه د حل لار نه ده

شریک یي کړئ