Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

عبدالله: غوښتنو ته نه پام سره به د ټاکنو پایلې د منلو نه وي

د ولسمشرۍ نوماند، عبدالله عبدالله چهارشنبې(د لیندۍ په ۲۰مه نېټه) خبرداری ورکوي چې که د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ټاکنیزو ډلو  "قانوني غوښتنو  " ته رسېدنه ونکړي او د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې، دا پایلې به ورته د منلو نه وي.

عبدالله عبدالله په خپله فسبوک پاڼه لیکلي:«که چېرې د ټاکنو کمېسیون د ټاکنیزو ډلو قانوني غوښتنو ته له رسیدنې پرته د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي، د کمېسیون اعلان به زموږ لپاره د منلو وړ نه وي او پر وړاندې به یې بې‌تفاوته پاتې نشوو.»

نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې تېره ورځ د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویلي وو چې دغه کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان هوډ لري، ښایې دغه پایلې تر سبا اعلان کړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون یو غړی زیاتوي د ټاکنو پروسه د استثنايي حالت کې ده، او دغه کمېسیون باید د پایلو په تړاو پرېکړه کړي.

د ټاکنو خپلواک وايي د رایو د بیا شمیرلو د پایلو په اړه ټول تخنیکي کارونه بشپړ شوي او اوس به دا کمیسیون د ولسمشرۍ ټاکنو د قسمي او لومړنیو پایلو د اعلان د ټولو لارو په اړه تصمیم ونیسي.

 ټاکل شوې وه د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې د لړم په ۲۳ نیټه اعلان شي خو اوس چې له ټاکنو دوه نیمې میاشتې تیرې شوې دغه پایلې د یو شمیر ټاکنیزو ډلو د مخالفت له امله نه دي اعلان شوې.

د ولسمشرۍ ټاکنو له ترسره کېدو څه باندې دوه میاشتې تېرېږي؛ خو د ۳۰۰ زره رایو پر سر لانجه، د دې لامل شوې څو د ټاکنو کمېسیون پایلې اعلانې نه کړي. 

عبدالله عبدالله په خپله فسبوک پاڼه لیکلي چې د ټاکنو کمېسیون دغه ډول احتمالي پرېکړې په تړاو بې پرې پاتې نشي

شریک یي کړئ