Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

غزني؛ د جاغوري ولسوالۍ اړوند د جګړې اور

جاغوري د هېواد په سطحه یوه خوندي ولسوالي بلل کېدله، خو نن (چهارشنبه، د لړم شپاړسمه) دغه ولسوالۍ هم د نښتو شاهده ده. 

د غزني د والي ویاند عارف نوري وايي: «تېره شپه وسله‌والو مخالفینو د په تهاجمي ډول د ګیلان ولسوالۍ له رسنې سیمې نه د محلي پولیسو پر پوله پرتو پوستو د جاغوري په انګوري سیمه کې بریدونه وکړل.»

د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي لا هم جګړه روانه ده او پکې شپږ پولیس ټپیان شوي دي. 

د دې وزارت ویاند نجیب دانش وايي، طالبان له دوو پوستو په شا شوي او سیمې ته تازه ځواکونه او مهمات رسېدلي دي. 

هغه زیاته کړه: «له هوايي لارې کافي مرسته او مهمات زموږ ځواکونو ته رسېدلي دی او مرستندویه ځواکونه هم رسېدلي دي، اوس وضعیت زموږ په واک کې دی، خو اوس هم جنګ شته.»

په ورته وخت کې د غزني د خلکو استازي حکومت پر دروغ ویلو تورنوي وايي چې د دوی له پرلپسې غوښتنو سره سره يې د جاغوري د ژغورلو لپاره هیڅ ونه کړل. 

عبدالقیوم سجادي وویل: «حکومت باید د خلکو له ځان او مال نه جدي دفاع وکړي.»

د ولسي جرګې بلې غړې شاه ګل رضايي وویل: «هیڅ اقدام نه دی شوی، امنیتي چارواکو د دروغو ژمنې، غیر مسؤلانه چلند او ځان اچول زموږ د خلکو د وژلو او د تروریزم لمنې د خپرولو علت ګرځېدلې.»

د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي پخپله فیسبوک‌پاڼه لیکلي، چې د مخالفینو د ځپلو په موخه هوايي ځواکونه جاغوري ته رسېدلي دي او په وینا يې جاغوري به د طالبانو په ګور بدله کړي.

طالبانو ویلي چې په دې جګړه کې يې د ځاني تلفاتو اړولو تر څنګ پنځه ویشت پوستې نیولې دي.
 
شریک یي کړئ