د غزني ولایت امنیه قومندانۍ د خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې دغزني په دولتي پوهنتون کې چاودنې ۲۳ محصلین ټپیان کړي دي.
خبرپاڼه کې نن(سې شنبې د تلې په ۱۶مه نېټه) راغلي دي چې چاودنه له غرمې مخکې ۱۰:۱۰ د دري ژبو او ادبیاتو پوهنځي کې د ځای پر ځای شوي ماین چاودنې له کبله شوې ده.
په همدې حال کې یو شمېر شاهدان وايي چې چاودنه د غزني ولایت د انجینرۍ پوهنځي په بلاکونو کې شوې چې هلته د ادبیاتو د یوې برخې محصلین هم پر زده کړو بوخت وي.
د پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.