ولسمشر غني د پخواني حکومت د کابینې د دوه وزیرانو د اداري فساد د دوسیې له وروستي کېدو خبر ورکوي.
ښاغلي غني په افغانستان کې د اداري فساد په وړاندې د مبارزې لپاره د اروپايي ټولنې په څلورمه کلنۍ غونډه کې، چې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ولسمشر غني او یو شمېر نورو دیپلوماتانو او حکومتي چارواکو په ګډون جوړه شوې وه، کهڅه هم د دغو وزیرانو نومونه نه اخلي خو وايي چې هغوی به ډېر ژر په ځانګړو محکمو کې محاکمه شي.
بلخوا ولسمشر غني وايي چې د حکومت موخه دا ده چې تر راتلونکو شپږو میاشتو د حکومت عواید ۸ مېلیارد ډالرو ته ورسېږي.
ولسمشر په دغه ناسته کې ډاډ ورکړ چې افغان حکومت به له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د خپلو کارونو پایلې په اګست میاشت کې د ناټو سرمشریزې ته او په نومبر میاشت کې د افغانستان په اړه د ژنف ناستې ته وړاندې کړي.
نوموړی د فساد د لویو دوسیو له څېړلو هم ډاډ ورکوي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني په دې اړه وویل:« قاضي القضات له دې موضوع لږ مخکې ما ته وویل چې د کابینې د دوو پخوانیو وزیرانو دوسیې وروستۍ شوي چې په ځانګړو محکمو کې به محاکمه شي، نورې دوسیې هم د لویې څارنوالۍ لخوا د څېړلو په حال کې دي او ډېر ژر به محکمې ته ولېږل شي.»
اخوا ښاغلی غني په نېږدې راتلونکي کې له فساد سره د مبارزې د ملي ناستې د جوړېدو خبره هم کوي.
د هغه په وینا د ملي دفاع وزیر خپل زر تنه کارکوونکي کم کړي او د ښو خدمتونو د وړاندې کولو او عوایدو د کچې د زیاتوالي لپاره به د کورنیو چارو، مالیې وزارتونو او په نورو ادارو کې اصلاحات راوستل شي.
ښاغلي غني څرګنده کړه:« د هغو طرحو له مخې چې ما وړاندې کړې، غواړم تر ۲۰۲۴ کال پورې زموږ د کورنیو عوایدو کچه اته مېلیارد ډالرو ته ورسېږي، د دې لپاره اړتیا ده چې نړیواله ټولنه زموږ د شپږ تر نهه سلنې عوایدو د ودې په برخه کې راسره مرسته وکړي.»
په دغه ناسته کې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړی څارونکی، اداري فساد په افغانستان کې د جګړې د دوام یو اصلي لامل بولي.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکې ځانګړی څارونکی جان ساپکو وویل:« که له فساد سره مبارزه ونهشي حکومت به له دننه څخه وشړېږي او جګړه به پای ته ونه رسېږي، له فساد سره مبارزه باید هېڅ کله له لومړیتوبه ونه غورځول شي.»
په کابل کې د اروپايي ټولنې سفیر پیري مایدون په دې اړه وايي:« فساد د چاړې په شان د هغه سرتېري پر مرۍ ولاړ دی چې د جګړې په لومړۍ لیکه کې جنګېږي او په اکمالاتو کې د فساد له امله خواړه، تېل او مهمات نه ترلاسه کويږ»
ولسمشر په دغه ناسته کې اعلان وکړ چې د حکومت د کابینې ۴۹ سلنه غړي له څلوېښتو کلونو لږ عمرونه لري او له همدې امله اصلاحاتو ته هیله زیاته شوې ده.