ولسمشر غني ژر تر ژره د امن او عامه نظر د پولیسو قومندان، زمري پیکان د نیولو غوښتونکی شو.
ښاغلي غني چې نن(یکشنې د لیندۍ په ۲۴مه نېټه) له اداري فساد سره د مبارزې کلني کنفرانس کې خبرې کولې وویل چې زمري پیکان د امن او عامه نظم پولیس "د فساد په یوې سرچینې بدل کړی وو"
ولسمشر د کورنیو چارو له سرپرست وزیر، مسعود اندرابي نه په دې ناسته کې غوښتنه وکړه چې ژر ترژره دي زمری پیکان ونیسي:«نن ورځ د افغانستان شهرت هره ورځ، د کورنیو چارو وزیر صاحبه! تر پوښتنې لاندې ځي او زموږ سیاسي اراده له پوښتنې سره مخامخ کېږي. پر دې کس حکم شوی دی، د عامه نظم یو سراسري بنسټ یې د فساد په سرچینې بدل کړی وو. د دغو کسانو نیول د کورنیو چارو وزیر صاحبه! یو امر دی تاسې ته باید ژر تر ژره عملي شي. موږ د دې تحمل نلرو چې عدلي او قضايي مرکز امر وکړي او اجرا نشي.»
زمری پیکان دوه کاله مخکې له د درنو جرمنو سره دمبارزې عدلي او قضايي مرکز لخوا له ندې د غفلت او د فساد په تور په اته کاله او شپږ میاشتې بند محکوم شو.