ولسمشر غني وايي د سولې خبرې باید د افغانانو په مشرۍ ترسره شي او هيڅوک نشي کولی چې دا بهیر د افغانستان پر خلکو وتپي.
ښاغلی غني زیاتوي هغه سوله چې "تحمیلي" وي د منلو نه ده:«هغه سوله چې تل پاتې نه وي، هغه سوله پر موږ څوګ نشي تپلی او داسې سوله د منلو نه ده.»
ولسمشر غني دا خبرې نن(پنجشنبې د کب په ۹مه نېټه) د سولې په تړاو د افغانستان د ښځو ملي اجماع په ناسته کې چې د لویې جرګې په خیمه کې جوړه شوې وه، وکړې.
دا په داسې حال کې ده چې امریکا متحده ایالاتو په قطر کې له تېرو دریو ورځو د سولې پر خبرو بوخت دي.
په همدې حال کې د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی، زلمی خلیزاد له طالب استازو سره د دوحې درې ورځنۍ ناسته پایلهبخښونکې بولي.
ښاغلي خلیلزاد په خپله ټوټير پاڼه کې پنجشنبې(د کب په ۹مه نېټه) ليکلي دي چې دوی درو ورځو کې رغنده خبرې درلودې او ورو ورو به د سولې پر لور خپل ګامونه پورته کوو.
هغه وايي چې دواړه لوري به د شنبې تر ورځ خپلمنځي بحثونه ولري تر څو د شنبې په ورځ بیا خبرې پیل شي.
ښاغلي خلیلزاد څرګنده کړې چې دوحه کې د خبرو د دوام ترڅنګ په کابل کې هم د مرکچي پلاوي په جوړېدو کې پرمختګ شوی دی تر اوس دا پلاوی له طالبانو سره بین الافغاني خبرې وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت د سولې مشورتي ملي جرګې جوړلو ته چمتووالی نیسي.
د سولې عالي شورا د دارالانشاء رییس، محمد عمر داوودزی د کب په ۶مه نېته وویل ټاکل شوې د سولې ملي مشورتي جرګه کې کاو دوه زره کسان د هېواد له ګوډ ګوډه ګډون وکړي او ۳۰ سلنه به یې ښځې وي.
ټاکل شوې د سولې ملي مشورتي لویه جرګه د روانې کب میاشتې په ۲۶ مه پیل او تر ۲۹مې به دوام وکړي، د جرګې ګډون کوونکي به له طالبانو سره د سولې خبرو اترو د څرنګوالي په اړه بحث وکړي.