د غور ولایت د اوسېدونکو لاریون پر تاوتریخوالي واوښت او په دغه لاریون کې څلور تنه ولسي وګړي ووژل شول.
د پېښې شاهدان وايي چې د امنیتي ځواکونو د ډزو په لړ کې دوه لاریون کوونکي ووژل شول او ۱۲ تنه نور ټپيان شول.
د دغو شاهدانو په وینا د غور ځايي راډیون «صدای غور» د پروګرامونو چلوونکی احمد نوید هم نن د غور ولایت د فیروز کوه ښار په لاریون کې ووژل شو.
ورته مهال د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح وايي چې په غور کې د خوراکي توکو د وېش پر مهال څلور تنه وژل شوي دي.
هغه په خپل فېسبوک پاڼه لیکي چې دغه پېښې ټکان ورکړی دی.
د کورنیو چارو وزارت وايي چې «نامسووله وسله والو» د لاریون کوونکو لاریون والو په منځ کې ځای نیولی وو چې پر دولتي تاسیساتو او امنیتي ځواکونو یې برید وکړ.
د افغانستان د ازادو رسینو د ملاتړ بنسټ نی د محلي راډیو د چلوونکي د وژلو د څېړنې غوښتنه کړې ده او ویلي یې دي چې له خبریالانو سره تاوتریخوالی د منو نه دی.
اعتراض کوونکي، کارګران او بې وزله خلک دي او د هغه څه په اړه چې د کورونا ویروس په مدیریت او اړمنو کورنیو ته د مرستو په رسولو کې د حکومت بې پامي ګڼي په لاریون لاس پورې کړې دی.