د ۲۰۹شاهین قول اردو د دوشنبې په ورځ (د وږي په ۱۰مه) په یوې خبرپاڼه کې وايي چې تېره ورځ په فاریاب ولایت کې په یوه هوايي برید کې ۱۱ طالبان وژل شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې دغه طالبان هغه مهال ووژل شول چې هوايي ځواکونو د دغه ولایت په قرم قول ولسوالۍ کې په د دغې ډلې یو مرکز په نښه کړ.
خبرپاڼه زیاتوي .
په خبرپاڼه کې د دغه هوايي برید په هکله نور جزیات نه دي ورکړل شوي.
بلخوا طالبانو هم تراوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.