Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

فراه کې چورلکه څنګه رانسکوره شوې؟

فراه ولایت کې د چورلکې لوېدو پېښه کې د ظفر قول اردو د مرستیال او د ولایتي شورا د مشر په ګډون ۲۷ تنه ووژل شول.

د دې پېښې په اړه د هوا خرابۍ، د سپرلیو ډېرښت او چورلکو د خراب کیفیت تر څنګ، طالبانو هم د دې چورلکې د ویشتلو خبر ورکړ. 

د سرچینو په وینا تېرو لسو میاشتو کې شاوخوا اته چورلکې په لوګر، هلمند، غزني، کابل، ننګرهار او فراه کې سقوط شوې دي. 

د فراه د  ولایتي شورا مرستیال خیر محمد نورزی د دې چورلکې د لوېدو علت د هغې خراب کیفیت بولي او زیاتوي چې باید له دې چورلکو نوره ګټه وانه خیستل شي. 

هغه طلوع‌نیوز ته وویل: «ځوانان چې د فراه د خلکو یو افتخار و، فرید بختور، جمیله امیني او زموږ نور وطنوال، حاجي رحمت الله سوداګر [پکې له منځه لاړ]، له حکومته مې غوښتنه دا ده چې نور له دې فاسدو چورلکو ګټه وانه خلي.»

د حمیدالله رحماني په نوم ټولنیز فعال هم ورته نظر لري، هغه وايي د دې چورلکو وخت تېر شوی دی او د ګټې اخیستو وړ نه دي. 

هغه وویل: «دا خو کوم موټر نه دی چې ځای پر ځای و درېږي، دا په فضا کې د دوی پراوز دی، خپل معیارونه لري، دوی په تخنیکي سیتسم [چلېږي]، دا چورلکې تر وخت تېرې دي، باید نوې چورلکې نظامي کسانو ته ورکړل شي، دا خو یوه پېښه ده، په سلهاوو دغسې پېښې به منځته راشي.»

دفاع وزارت هم مني چې پرلپسې د چورلکو د لوېدو علتونه د هوا د خرابۍ تر څنګ پر چورلکو ډېر وخت اوښتل او همدارنګه دروند بار هم دی.

د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش وايي: «علت يې دا شیان دي د اب هوا خرابي، زړېدل او تر اندازې ډېر بار، هغه علتونه و، چې چورلکه وغورځېده.»

هغه وايي د داسې پېښو د مخنیوي لپاره باید د سپرلیو تعداد ته پام وشي او هم باید چورلکې تر پرلپسې څارنې لاندې وي. 

رادمنش زیاته کړه یوه چورلکه باید ۱۳-۱۲تنه سپرلۍ یوسي: «خو په دې زړه چورلکه کې ۲۷ تنه سپاره شوي و، چې دا پېښه وشوه.»

د دفاع وزارت مرستیال ویاند دا هم وویل چې طالبانو دغسې وسلې پیدا کړې چې چورلکې په نښه کولی شي. 

پخوانی پوځي جنرال عتیق الله امرخېل هم ورته څرګندونې لري او زیاتوي: «د چورلکو تخنیک د موټر په څېر نه دی، یو پېچلی تخنیک دی، قوي ساتنې او څارنې او قوي پیلوټ ته اړتیا  لري، که دا ټول یو ځای شي، چورلکه ډېر وخت کار کولی شي.»

هغه د حل لارې په ډول زیاتوي، چې نظامي چورلکې باید پر هغو لارو پرواز ونه کړي، چې هلته د خپل دښمن د شتون احساس کوي.

اسحاق اتمر، نظامي کارپوه هم وايي چې چورلکه کې د سپرلیو شمېر ډېر و، چې له امله يې دغه چورلکه غرو ته په رسېدو هم په لوړ پراوز ونه توانېده. 

فراه کې په دې چورلکه کې د ولایتي شورا د رییس فرید بختور، ولایتي شورا غړې جمیلې امیني او د ۲۰۷ ظفر قول اردو مرستیال په ګډون ۲۷ تنه ووژل شول.

چې ولسمشر غني هم یوه دردوونکې پېښه وبلله او قربانیان يې د هېواد رښتوني بچیان یاد کړل. 

فراه کې چورلکه څنګه رانسکوره شوې؟

دفاع وزارت هم مني چې پرلپسې د چورلکو د لوېدو علتونه د هوا د خرابۍ تر څنګ پر چورلکو ډېر وخت اوښتل او همدارنګه دروند بار هم دی، خو زیاتوي طالبانو د چورلکو ویشتو وسلې موندلې دي.

شریک یي کړئ