Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

قطر کې د طالبانو او امریکا د احتمالي ناستې لغوه کېدل

په داسې حال کې چې تمه کېده د جدې په ناسته کې د طالبانو د ډلې له انکار وروسته د طالبانو او امریکا ترمنځ د خبرو اترو نوی پړاو چهارشنبه قطر کې پیل شي، خو د طالبانو یو شمېر چارواکو رویټرز خبري آژانس ته ویلي چې طالبانو دا ناسته رد کړې ده.

په رپوټ کې راغلي دي چې دا ناسته د دواړو لوریو ترمنځ د اجنډا پر سر د اختلافونو له امله لغوه شوې ده.

ځينې هغه کسان چې د دوحې له غونډې خبر دي وايي چې تمه کېده په هغې غونډه کې له هېواد د بهرنیو ځواکونو د وتو، او له تور نوملړه د ځينې طالبانو د نومونو ایستلو او همدارنګه د لنډمهاله اوربند په اړه د دواړو لورو ترمنځ جدي بحثونه وشول.

د سیاسي چارو شنوونکي نظر محمد مطئیمن په دې اړه وویل:«د ابو ظبۍ غونډه په بشپړه توګه ناکامه وه، خو بیا هم پاکستان او سعودي عربستان د دې په هڅه کې وو څو دا ناسته په عربستان کې جوړه شي او طالبانو له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کېني، خو طالبانو دا غوره وبلله چې په قطر کې له امریکايي پلاوي سره وویني.»

خو د جدې ناسته د طالبانو او حکومتي مرکچي پلاوي ترمنځ د ریاض په ټینګار سره سره تېره اوونۍ ترسره نه شوه او طالبانو له دې پلاوي سره له خبرو اترو انکار وکړ.

د سولې عالي شورا مرستیال عطاالله سلیم څرګنده کړه:«دا غونډه طبیعاً د امریکايانو د ښاغلي خلیلزاد د ډلې او طالبانو ترمنځ به ترسره شي. دلته تراوسه د سولې عالي شورا بلل شوې نه ده او دا غونډه د بین الافغاني خبرو اترو لپاره د زمینې برابرول دي.»

خو حکومت د سولې هڅو ته دوام ورکوي او له همدې امله د سیمه‎ییزې سولې او اجماع په چارو کې د ولسمشر ځانګړی استازی محمد عمر داودی نن پاکستان ته لاړ.

د پاکستان لومړنی وزیر عمران خان په دې اړه وايي:« موږ خپلې ټولې هڅې کوو څو افغانستان یو سولیزه لېږدونه او سیاسي توافق ولري. دا هغه کار ده چې طالبان یې باید ترسره کړي. خو موږ به هېڅکله د نورو په جګړو کې ونډه وانه‎خلو.»

د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمدي څرګنده کړه:«په دغه سفر کې د بهرنیو چارو وزارت یو رییس د ښاغلي داوود زی ملتیا کوي او یو له هغو موردونو چې ډېر مهم دی د سولې لپاره د سیمه‎ییزو هېوادونو د پام اړول دي.»

عمران خان دغه راز له طالبانو او حقاني شبکې د پاکستان ملاتړ ردوي او وايي، څنګه امریکايي او ناټو څواکونو ونه شوای کړای څو دغو ډلو ته ماتې ورنه کړه.

شریک یي کړئ