Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له افغانستانه د سره پوځ د وتو کلیزه؛ هغه تاریخ چې باید ذهن کې وي

نن د سلواغې ۲۶، له افغانستانه د پخوانۍ شوروي د سره پوځ د وتو له ۲۹ کلیزې سره سمون لري.

د ۱۳۶۷ هجري لمریز کال د سلواغې په ۲۶ مه، د پخواني شوروي وروستي د پوځ وروستي قطعې، د مجاهدینو د مبارزې په پایله کې له افغانستانه بهر شول او په دغه هېواد کې د خپل ۱۰ کلن حضور ته د پای ټکی کېښود.

د شوروي سور پوځ، په ۱۳۵۸ لمریز کال کې، د خلق ډموکراټیک ګوند حکومت د ملاتړ لپاره پر افغانستان برید وکړ او د څه باندې سل زره کسیز پوځ له راوستو سره یې افغانستان یې په بشپړ توګه ښکېلاک کړ.

خو ۲۹ کاله پخوا، د ۹۰ زره مجاهدینو او څه باندې ۲۰ زره امنیتي ځواکونو په ګډون څه باندې یو مېلیون افغانان ووژل شول. دغې جګړې د شوروي د څه باندې ۱۴ زره عسکرو ژوند هم واخیست.

له افغانستانه د پخواني شوروي د سره پوځ د وتو له کلیزې سره جوخت، افغان ولسمشر اشرف غني په خپل ټوېټر پاڼه کې لیکلي:«د سلواغې ۲۶ مه په افغانستان کې د پخواني شوروي د ښکېلاک له پای سره سمون لري. د یرغل له پیله، افغانستان درنه انساني او مالي زیان لیدلی دی. زه له ټولو افغانانو چې په دغې جګړې او له هغې وروسته، قرباني شوي دي، ستاینه کوم.»

هغه زیاته کړه:«خو د هغوی هېڅ یوه ونه شوی کړای چې د پانګونې او د افغانستان د بیارغونې لپاره زموږ هوډ له منځه یوسي. په همدې ترتیب سره، موږ باید له اقتصادي پلوه، په خپلو پښو ودرېږو ترڅو بشپړه خپلواکي ولرو. زه له ټولو افغانانو غواړم چې د حکومت له اصلاحي پروګرامونو ملاتړ وکړي، ترڅو وکړای شو چې خپل تولیدات او اقتصادي ودې ته پرمختګ ورکړو ترڅو راتلونکي کهول ته یو باثباته او له جګړې پرته راتلونکی ولرو.»

په ۱۹۷۹ زیږدیز کال کې حفیظ الله امین د افغانستان حاکم وه، د «ک جي بي» جاسوسانو د شوروي مشرانو ته ویلي وو چې حفیظ الله امین، د شوروي لپاره یو ګواښ دی او همدارنګه هغوی پر امین اعتماد نه‎لري چې هغه دې شوروي ته وفاداره وي.

شوروي هم په هغه وخت کې فکر کاوه چې حفیظ الله امین د نور محمد ترکي په وژنه کې لاس لري، چې له دې څخه وړاندې ولسمشر وه.

په همدې دلایلو، د ۱۹۷۹ کال د ډسمبر په ۲۲ مه د امین د لیرې کولو پرېکړه وکړه او د افغانستان د پوځ لپاره د شوروي سلاکارانو، په دې درشل کې ځينې ګامونه پورته کړل.

شریک یي کړئ