Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

حکومت سره له سولې وروسته د حکمتیار لومړنی بهرنی سفر

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار، نن ګهیځ (سې‎شنبې د لیندۍ په ۷ مه) ترکیې ته په سفر ولاړ.

حکمتیار ته نېږدې سرچینې وايي چې هغه نن ترکیې ته ولاړ او ټاکل شوې ده چې له ترکیې څخه وروسته سعودي عربستان ته هم سفر وکړي.

له ملي یووالي حکومت سره د سولې د هوکړه‎لیک له لاسلیک څخه وروسته، لومړنی بهرنی سفر دی.

تراوسه د هغه د سفر موخه مالومه نه ده.

حکمتیار چې تېره کال له حکومت سره د سولې هوکړه‎لیک لاسلیک کړ، یو ځل بیا یې په هېواد کې د سولې پر اړتیا ټینګار وکړ او وې ویل چې ټول افغانان د هېواد له اوسني امنیتي وضعیت څخه ستومانه شوي دي.

هغه له ټولو ښکېلو خواو او نورو مشرانو څخه وغوښتل ترڅو سره یوځای شي او په هېواد کې د اوسني کړکېچ لپاره حل لاره پیدا کړي.

له ملي یووالي حکومت سره د سولې د هوکړه‎لیک له لاسلیک څخه وروسته، لومړنی بهرنی سفر دی. تراوسه د هغه د سفر موخه مالومه نه ده.

شریک یي کړئ