د کورنیو چارو وزارت خبرپاڼې په لوګر ولایت کې بېلابېلو نښتو کې د ۴ طالب وسلهوالو له وژل کېدو او ۴ نورو له ټپي کېدو خبر ورکړی.
له یاد وزارت څخه نن( یکشنبې د زمري۲۲مه) خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د لوګر مرکز، پل علم کې د ترهګرو پرضد پوځي عملیاتو کې ۳ تنه وسلهوال وژل شوي او ۳ تنه نور ټپيان دي.
خبرپاڼې وړاندې کاږي، د یاد ولایت برکيبرک ولسوالۍ په سرسنګ سیمه کې د افغان ځواکونو او طالب وسلهوالو ترمنځ نښته کې د یادې ډلې یو غړی وژل شوی او بل یې ټپي شوی دی.
ویل شوي دي چې په دې پېښه کې افغان ځواکونو ته زیان نه دی رسېدلی.
د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې همداراز راغلي دي چې تېره شپه یو شمېر طالب وسلهوالو د افغان ځواکونو پر پوستو د لوګر مرکز پورک سیمه کې برید کړی او د افغان ځواکونو له سخت ځواب سره مخامخ او شاتګ ته اړ شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.