Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

لویې څارنوالۍ د روان کال په لړ کې د فساد ۱۵۲۶ دوسیې څېړلې دي

لویه څارنوالۍ وايي چې دغې ادارې د روان لمریز کال له پیله تراوسه، د اداري فساد کابو ۱۵۲۶ دوسیې څېړلې دي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي چې نن په کابل کې یوې خبري ناسته کې د اداري فساد دوسیو ته د رسېدونې په اړه د دغې ادارې د لاسته راوړنو په اړه خبرې کولې، څرګنده کړه چې له دې ډلې د اداري فساد ۴۲۶ دوسیې له اداري فساد سره د مبارزې د عدلي او قضايي څارنوالۍ پورې اړوندې هغه دي.

د ښاغلي رسولي په وینا، چې د دغو دوسیو له ډلې ۵۴ تنه ملکي او پوځي منسوبان، ممنوع الخروج اعلان شوي او د ۱۵ تنو دندې ځنډول شوې دي.

ښاغلي رسولي زیاته کړه:« تراوسه له اداري فساد سره د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز له خوا د لوړپوړو حکومتي چارواکي او پوځي جنرالانو په ګډون ۱۱۸ تنه، په مجازاتو محکوم شوي دي.»

هغه ټینګار کوي چې په تېر یوه کال کې یې عدلي او قضایي مرکز د څه باندې یو مېلیارد افغانیو، او شاوخوا ۴۹ مېلیونه ۵۰۰ زره ډالرو او ۳۰۰ زره پاکستاني کلدارو د اخیستو لپاره جلا جلا امرونه صادر کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د روڼتیا نړیوال سازمان تېره پنجشنبه په خپل کلني رپوټ کې افغانستان څلورم فاسد هېواد اعلان کړ او وې ویل چې په ۲۰۱۷ کال کې افغان حکومت د فساد پر ضد دومره مبارزه نه ده کړې خو لویه څارنوالۍ بیا په دې تړاو د بریاوو خبر ورکوي.

له دې ټولو سره لویه څارنوالۍ ټینګار کوي چې د اداري فساد په وړاندې د حکومت زغم ختم شوی او هر څوک چې په هر مقام کې پر فساد تورن وي عدالت ته به وکاږل شي.

لویه څارنوالۍ وايي چې تراوسه له اداري فساد سره د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز له خوا د لوړپوړو حکومتي چارواکي او پوځي جنرالانو په ګډون ۱۱۸ تنه، په مجازاتو محکوم شوي دي

شریک یي کړئ