Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

محقق:حکومت د ترهګریزو بریدونو د مخنيوي په چاره کې ناکام دی

د اجرائيه ریاست دویم مرستیال محمد محقق په کابل کې د الزهرا پر جومات د بریدګرو د برید په غبرګون کې، له هغه څه چې په امنیتي بنسټونو کې د نیمګړتیاو شتون بولي په کلکه نیوکه کوي او وايي چې دغو نیمګړتیاوو،حکومت د داشان بریدونو په مخنیوي کې ناکامه کړی دی.

ښاغلي محقق چې د جمعې په ورځ (د غبرګولي په ۲۶ مه) د غم شریکۍ لپاره د حاجي رمضان حسین زاده کور ته چې د تېرې شپې د الزهرا جومات د برید یو قرباني دی تللی وه، پر حکومت یې نیوکه وکړه چې ولې نه شي کولای په هېواد کې امنیت ټینګ کړي.

د اجرائیه ریاست دویم مرستیال په دې اړه وویل:«حکومت پروګرام لري،خو پېښو وښوده چې د داشان پېښې په مخنیوي کې ډېر بریالي نه دي، د دې لپاره چې دښمن زموږ له پولو هغې غاړو ته ډېرې ځالې لري او له موږ سره اوږده پوله لري چې د دوه زره او څو سوه کیلومټره ده له هغې غاړي راځي او له هرې خوا واردېږي.»

بریدګرو تېره شپه (د غبرګولي په ۲۵ مه) د ۹بجو په شاوخوا کې په کابل کې د الزهرا پر جومات برید وکړ،چې د هغه په پایله کې د پولیسو د یوه افسر او د حاجي رمضان حسین زاده په ګډون ۵ تنه ووژل شول او ۶ تنه نور ټپيان شول.

حاجي رمضان حسین زاده د هېواد له پېژندل شویو سوداګرو او سیاسي فعالانو څخه وو.

ښاغلي حسین زاده له ټولو سیاسي ډلو سره نیکې اړیکې درلودې، خوهغه څه چې د ډېر مطرح کړي وو، د ټولنې د ټيټې کچې له وګړو سره مرسته کول وو.

د رمضان حسین ملګری محمد سرور په دې اړه وویل:«ښه سړی وه،په خلکو زړه سوانده کس وه»

د رمضان حسین زاده زوی حاجي احمد رمضان زاده هم څرګنده کړه:«ټوله ورځ یې د خلکو په سوچ کې وه،د چلوونکي، کراچۍ واله؛ بالاخره د ټولو په درد لګېده.»

اخوا د کورنیو چارووزارت امنیتي معین مراد علي مراد وايي چې ده امنیتي ځواکونه به ترهګرو ته ماته ورکړي.

هغه زیاته کړه:«د افغانستان امنیتي ځواکونه څومره مېړانه کوي،څومره قرباني ورکوي چې حتا له ترهګرو سره لاس او ګرېوان کېږي،دومره وایم چې د افغانستان خلک دې هېڅکله پر خپل نظام او دفاعي ځواکونو بې باوره نه‎شي.»

د روژې مبارکې میاشت له پیله تر اوسه دا درېیم برید دی چې په روژه لرونکو ترسره کېږي. تر دې وړاندې  په هرات او پکتیا کې پر دوو جوماتنو بریدونه شوي وو.

د اجرائيه ریاست دویم مرستیال حکومت په هېواد کې د امنیت په ټینګښت کې ناکامه بولي او ټينګار کوي چې په امنیتي بنسټونو کې نیمګړتیاوې په هېواد کې د داشان خونړیو پېښو لامل کېږي.

شریک یي کړئ