Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

محقق: ټاکنیز کمېسیونونه د اشرف غني امرونه اجرا کوي

د ثبات او همپالني ټاکنېزي ډلې یو غړي محمد محقق وايي چې ټاکنیز کمېسیونونه د ولسمشر غني امرونه پلي کوي او اوسنی وضیعت تر ډېره یوه کړکېچ ته زمېنه برابره کړې ده. 

ښاغلي محقق د ملګرو ملتونو سازمان افغانستان کې په مالي فساد تورن وي او ټېنګار کوي که چېرې د دغه کړکېچ مخه و نه نېول شي هېواد به هېڅکله سولې ته و نه رسېږي. 

ښاغلي محقق دغه څرګندونې د ملي شورا یو شمېر غړو سره په جوزجان ولایت کې د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د لیدو پر مهال وکړې.

د عبدالله عبدالله د ټاکنیزې ډلې یو مشر محمد محقق په دې اړه وویل:«له څلورو میاشتو راهیسې تاکنې وې، ۲۴۰۰ نور خالي صندوقونه هم غواړي چې څه وکړي، یعنې واقعاً غواړي چې د کړکېچ په لور یوړل شي. نور قانون او خبره نشته، همدا د حکومت امر دی چې کمېسیون یې غواړي څه ډول هغه تطبق کړي.»

محمد محقق، د ملګروملتو سازمان استازی تدامچي یاماماتو د ټاکنو په بهیر کې په یو اړخیز پالنې او بډو اخیستو تورنوي.

نوموړی زیاتوي:«د ملګرو ملتونو استازی دی څه دی، یماموتو دی، هغه هم د حکومت په ګورمانې کې دی او د خلکو په مقابل کې درېدلی، هغه هم وضعیت ډېر خراب کړی، نو له دې امله ټاکنې یو ډېر خراب پړاو ته رسېدلي او دا انتخابات که په همدې بڼه مخ ته ولاړ شي، یقیناً د کړکېچ لامل دی.»

که څه هم یونما د ښاغلي محقق د دغو نویو تورونو په اړه څه نه دي ویلي خو له دې مخکې یې دې ته ورته تورونه بې بنسټه بللي دي.

له بلخوا جنرال دوستم وايي د دوی یو شمېر کسان د ولسمشرۍ غني په حکم د ټاکنو په بهیر کې وهل ټکول شوي دي.

هغه ګواښ کوي که د دغو خپلسریو مخه ونه نیول شي په وسلو سره به یې ځواب ورکړي.

د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم په دې اړه وايي:«همدا ده چې هغوی په ټانګ ووهي، په کنداغ ووهي، دا چې په خپله داکټر اشرف غني ونه وايي د کورنیو چارو وزارت، ملي دفاع وزارت، لوی درستیز، دا ټول پېژنم خو د امنیت رییس نه پېژنم دا کار نه کوِي.»

ښاغلی دوستم زیاتوي:«د سولې له بهیره د ټاکنو تر بهیره د دولت جوړونکي ډلې له چلنده ډېر اندېښمن یم، په ځانګړې توګه د ډاکټر صاحب اشرف غني چلند، مشري په دا شان نه کېږي، سیاست دا شان نه کېږي.»

له دې سره سره د ثبات او همپالنې د ټاکنیزې ډلې مشران، د ټاکنو خپلواک کمېسیون له دولت جوړونکې ټاکنیزې ډلې په ملاتړ تورنوي.

له دې سره سره جنرال دوستم او محمد محقق سولې ته د رسېدو په موخه د انس حقاني او د دې ډلې د دوو نورو غړو له خوشې کېدو ستاینه کوي. 

بلخوا جنرال دوستم په داسې حال کې چې د ټاکنیزو معترضینو پر وړاندې له امنیتي ارګانونو څخه ګټه اخیستنه یوه اندېښنه یاده کړې ده.

شریک یي کړئ