Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ملي امنیت شورا: د تاوتریخوالي د کمښت پړاو نن شپه پيلېږي

د افغانستان د ملي امنیت شورا د دې پخلی کوي چې د تاوتریخوالي د کمښت پړاو - چې پر هغه طالبانو او امریکاي استازو هوکړه کړې - نن د شپې دولس بجې پیلېږي.

د ملي امنیت شورا د دفتر ویاند جاوېد فیصل وايي چې د تاوتریخوالي کمښت د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ دی او د یوې اوونۍ لپاره دوام لري.

ښاغلي فیصل همدارنګه زیاته کړه چې دولتي ځواکونه د دغې طرحې د عملي کولو لپاره ځينې چمتووالی نیولی دی.

هغه زیاته کړه:«پروګرام دا دی چې دا پړاو له شنبې پیلېږي او افغان حکومت له دغې موکې د ګټې اخیستو لپاره چمتووالی نیولی؛ هیله لرو چې طالبان د ژمنې پربنسټ تاوتریخوالی کم کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په خپل ټوېټرپاڼه لیکلي چې ولسمشر غني د سولې بهیر او د تاوتریخوالي د کموالي په هکله له افغان امنیتي او دفاعي چارواکو سره خپلې سلامشورې پیل کړې دي.

شریک یي کړئ