ملګري ملتونه روان ۲۰۱۸ زیږدیز کال له پیله افغانستان کې له سل زرو زیاتو کسانو د بې ځایه کېدو خبر ورکړی دی.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په راپور کې راغلي، چې د روان کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې د اوسنۍ میاشتې مې تر ۱۳مې افغانستان کې ۱۰۸ زره کسان د جګړو، طبیعي پېښو په تېره د سېلابونو راوتو له کبله له خپلو سیمو بې ځایه شوي دي.
راپور کې راغلي چې غزني څخه د افغانستان په کچه تر ټولو زیات ۱۰زره کسان او په دوییم ځای کې له بغلان څخه ۴۰۰۰ کسان بې ځایه شوي دي.
راپور دغه راز وايي چې فراه کې هم د لنډ مهال لپاره ۱۰ زره کسان د جګړو له وېرې بې ځایه شوي.
تېره ۲۰۱۷ کال کې افغانستان په کور دننه ۴۴۵ زره بې ځایه شوي کډوال درلودل.