Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ناټو له ۲۰۲۰ کال وروسته له افغانستان د مرستې په اړه څېړنه کوي

د ناټو سرمنشي ینس سټولټبنرګ نن چهارشنبې د یوې خبري ناستې په ترڅ کې وویل چې دغه تړون په افغانستان کې د ثبات دوام ته ژمن دی او له ۲۰۲۰ زیږدیز کال څخه وروسته د دغه هېواد د دولتي ځواکونو د تمویل او تجهیز دوام د جمعې په ورځ د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې څېړل کېږي.

ښاغلي سټولټنبرګ همدارنګه ټینګار وکړ چې طالبان د جګړې پر ځای د یوې سیاسي مصالحې له لارې ډېر څه ترلاسه کولای شي.

هغه همدارنګه زیاتوي چې په افغانستان کې د درې زره روزونکو پر شمېر د دغه تړون نور روزونکي زیاتېږي.

هغه په دې اړه وویل:«موږ همدارنګه له ۲۰۲۰ زیږدیز کال وروسته د افغانستان د امنیتي ځواکونو د تمویل او تجهیز په اړه د جمعې په ورځ د یوې غونډې په ترڅ کې بحث کوو افغان ځواکونه عملي سیال نه لري او دم‎ګړۍ د سیاسي حل لارې د شرایط رامنځته کېدو په حال کې دي.»

ینس سټولټنبرګ همدارنګه له افغان حکومته وغوښتل ترڅو له فساد سره مبارزه وکړي او ټاکنې په رڼې توګه ترسره کړي.

هغه زیاته کړه:«موږ له افغانستانه تمه لرو ترڅو اصلاحات رامنځته کړي، له فساد سره مبارزه وکړي او په خپلو کړنو کې روڼتیا رامنځته کړي او البته ټاکنې هم ترسره کړي.»

د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو کلنی لګښت کابو ۴ مېلیارده ډالره دی او په دې اړه د ناټو غړو هېوادونو ژمنه په ۲۰۲۰ کال کې پای ته رسېږي.

د ۲۹ هېوادونو د دفاع وزیران او همدارنګه د دغه تړون کابو ۱۰ همکار هېوادونه او د افغانستان ملي دفاع وزیر د جمعې په ورځ د افغانستان اوضاع څېړي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ همدارنګه ټینګار وکړ چې طالبان د جګړې پر ځای د یوې سیاسي مصالحې له لارې ډېر څه ترلاسه کولای شي.

شریک یي کړئ