د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ،د نوي زيلاند له ولسمشر سره په لیدنه کې ټينګار وکړ چې ناټو نه پرېږدي چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په پټنځای بدل شي.
ښاغلي سټولټنبرګ وویل چې په افغانستان کې د ناټو د مأموریت موخه د ترهګرو په پټنځای د دغه هېواد د بدلېدو مخنیوی دی او هېڅکله به ناټو پرې نه ږدي چې ترهګر خپلې دغې موخې ته ورسېږي.
دا په داسې حال کې دی چې سیګر یا د افغانستان د بیارغونې د څار لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړې ادارې په خپل نوي رپوټ کې ویلي دي چې امنیتي ځواکونونو د ۲۰۱۵ کال له وروستیو تر ۲۰۱۶ کال تر اګسټ پورې تر خپلې ولکې لاندې د ۹ سلنې کنټرول له لاسه ورکړی دی.
د دغه رپوت موندنې چې افغان ځواکونو د ۲۰۱۵ کال د نومبر تر ۲۷ د ۷۲ سلنې ولسوالیو واکمنې لرله؛په داسې حال کې چې د ۲۰۱۶ د اګسټ په ۲۸ دغه شمېر ۶۳،۴ سلنې ته کم شوی دی.
په دې اړه مو اندونه