Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ننګرهار کې د ودونو د ډېر لګښت په  اړه اندېښنې

د ننګرهار ولایت د مدني ټولنې غړي، بشري حقونو خپلواک کمېسیون او د ښځو چارو ریاست نن(چهارشنبې د غبرګولي۳مه) په دې ولایت کې د ودونو لوړ لګښت کمولو په موخه په جلال آباد ښار کې ناسته درلوده.

د دې ناستې ګډونکوونکي وايي چې په ننګرهار کې د ودونو لګښتونه زیاد دي او پر کمولو یې ټینګار کوي.

د ننګرهار ولایت د ښځو چارو ریاست څرګندوي چې د ودونو ډېر لګښت په دغه ولایت کې ځوانې نجونې او هلکان له ستونزو سره مخامخ کړي او پر ژوند یې منفي اغېزه کوي.

د ننګرهار د ښځو چارو رییسه، انیسه عمراني زیاتوي:"د دې ورکشاپ موخه د ودنو ډېر لګښت کمول دي او د دې بنسټونو د هر غړي دنده ده چې د ودنو ډېر لګښت مخه ونیسي."

د ننګرهار د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی د ولور په نامه د ډېرو پيسو اخیستل بولي او زیاتوي چې دې لګښت ته د ناوې کورنۍ لخوا د زوم کورنۍ اړه ایستل کېږي.

په ختیځه حوزه کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون رییسه، صبرینا حمیدي وویل:"لکه څنګه چې مو وویل دا لګښتونه د تاوتلیوالیو لامل دی چې ان پر رواني او فزیکي حالت باندې اغېزه کوي او د کورنیو د بېل‎والي لامل کېږي او موږ دا ډول دوسیې درلودې."

له بلخوا په ننګرهار کې د افغانو ښځو ټولنه وايي، ښځې کولی شي د تاوتریخوالیو په کمولو کې ونډه ولري.

د دې ټولنې مشر، خان اقا وايي:"ډېرې ښځې چې په یوه محفل کې یو جوړه کالي واغوندي بیا یې نه اغوندي وايي چې دا کالي خلکو لیدلي دي او دا کار لامل کېږي چې خاوند یې پور وکړي او هر خلاف کار د خپلې مېرمنو د کالیو چمتو کولو لپاره وکړي."

په دې ناسته کې د حج او اقافو ریاست استازي، محبوب‎الرحمن څرګنده کړه:"روسول‎الله مبارک فرمايي، تر ټولو ښه نکاح هغه ده چې په کې کم لګښت وشي. اسلام په محفلونو کې خلکوته د ډوډۍ ورکولو خلاف نه دی بل وايي چې د ودونو ډېر لګښت څخه دې مخنیوی وشي."

دیني عالمان له کورنیو غواړي چې د ناسمو دودونو پر ځای دې د اسلام پر اصولو عمل وکړي او د ډېرو پیسو له اخیستو او لګښت څخه دې ډډه وکړ ي.

شریک یي کړئ