Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هلمند کې بزګرو د کوکنارو د کښت نوی فصل پیل کړ

د هېواد په سوېلي ولایت هلمند کې ځينو بزګرو، د ژمي له پيل سره هم مهاله د کوکنارو کښت پيل کړ.

دغه بزګر وايي چې ټاکل شوې تر راتلوونکو شپږو میاشتو دغه کروندې له روزنې وروسته حاصل وکړي او تریاک ترې غونډ کړي.

دوی وايي چې د ناچارۍ له امله په خپلو ځمکو کوکنار کري، ځکه د دوی په خبره تر نورو کرکېلو ښه بازار لري او پلورونکي تریاک په ښه بیه پېري نو ځکه پر خپلو ځمکو سږ کال هم د نورو کلونو په څېر کوکنار کري.

کروندګر عیسی محمد وايي:«موږ ته نور کښتونه دومره پیسې نه برابره وي، که څه هم دا ډېره ګټه نه کوي، خو بیا هم موږ کوکنار کرو، ځکه اوس د دې کښت سره بلد شوي یوو.»

بل ګروندګر حضرت محمد هم زیاتوي:«موږ شپږ میاشتي په دې کښت باندې خواري کاږو تر څو حاصل ته ورسېږي، بیانو ۱۵ ورځې د دې کښت شیره راټولوو.»

د کوکنارو کروندګر وايي د نورو کلنو په پرتله تېر کال او سږکال ډېر کوکنار کرل شوي او دوی د دغه کوکنارو حاصل بیا د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې په ازادو بازارونو کي د نشه يي توکو پر قاچاقبرانو پلوري، چي وروسته د نشه يي توکو د پروسیس فابریکو او نورو هېوادونو ته استول کېږي.
 
بزګر حیات خان محمد جمعه په دې اړه وايي:«موږ چې کله د کوکنارو شیره ټوله کړو، بیا يې خرڅو، کله دلته خلک راځي او یا هم ځو د طالبانو ساحو ته، هلته ځانګړي بازارونه شته بیا يې په هغه بازارونو کې خرڅو، د نورو کښتونو څخه ښه دي، ځکه ژر خرڅېږي، او موږ ژر پیسې لاس ته راوړو.»

هغه ماشومان چي تر لسو کلنو کم عمر لري، خپل د ښوونځي وخت دلته د کوکنارو په کروندو کې تېروي.

دوی د خپل د کورنیو له غړو سره ، د کنارو په کروندو کي مرسته کوي، او نه پوهېږي، چې د زرګونو کسانو د له منځه وړولو لپاره زحمت وباسي.

له لسکو کلونو کم عمره ماشوم نور احمد وايي:«سهار وختي له کوره را وځو، دلته له پلار سره د کوکنارو پټي ته راځو کار کوو تر مازدیګره ، ښوونځی نه وایو، ځکه یو خو ښوونځی نشته او بل بیا کار نه شو کولای.»

د تېرو څو کلنو په پرتله سږکال هم د کوکنارو د کرکېل، د مخنیوي، لپاره کوم ځانګړې بودیجه نشته، خو د هلمند والي وايي په روان کال کې په دغه ولایت کي د نشه يي توکو ډېر شمېر کارخونې له منځه وړي دي، او د نشه يي توکو
لسګونه قاچاق کوونکي يي نیولي دي.

د هلمند والي جنرال یاسین خان وايي:«هغه سیمې چې طالبان په کې اوسېږي هلته کوکنار په زور او جبر کرل کېږي. هلته عشر اخلي قاچاق اخلي او هلته دوی له دې څخه جنګي وسایل برابر کړي، په دې خاطر هلته ډېر کښت کېږي. او دا جنګ یوازي د نشه يي توکو جنګ دی کوم بله جنبه نه لري.»

هلمند د کوکنارو د کښت تر څنګ د نشه يي توکو د قاچاق یو له مهمو مرکزونو څخه شمېرل کېږي. او له دغه ولایت څخه نشه يي توکو منځنۍ اسیا او بیا اروپا ته قاچاقېږي.

کودکان نیز در کنار خانواده‌های شان سرگرم کشت کوکنار در هلمند استند

شریک یي کړئ