د افغانستان د عامې روغتیا وزارت نن چهارشنبې (د غبرګولي ۱۰ مه) وویل چې د کابل له خونړي برید څخه شېبه وروسته هېوادوالو روغتونونو او د وینې مرکزي بانک ته ولاړل او د دغې پېښې ټپيانو ته یې وینه ورکړه.
ویل کېږي چې هېوادوالو تراوسه ۳۸۰ زره سي سي وینه ورکړې ده.
دغه هېوادوال د وینې له ورکړې سره، د مُلکي کسانو ژونه غندي او له دولت څخه غواړي چې د خلکو د وژلو مخه ونیسي.
له بریده شېبه وروسته یو شمېر خلک د کابل بېلابېلو روغتونونو ته ورغلل او د پېښې ټپیانو ته یې وینه ورکړه.
د کابل اوسېدونکي عبدالله وايي:«موږ راغلي یوو چې ټپيانو ته وینه ورکړو او له هغوی سره غم شریکي وکړو.»
د کابل بل اوسېدونکی علي جمعه هم وویل:«د وینې له ورکړ سره مو وغوښتل مخالفو وسلهوالو ته پيغام ورکړو چې له دې کار سره نه شي کولای خپلو موخو ته ورسېږي.»
بسم الله د کابل بل اوسېدونکی څرګنده وي:«دا د قران خبره ده چې د هغوی ځای دوزخ دی او هغوی له دغه کار سره کومې موخې تعقیبوي.»
کابل ښاریان په ځانمرګو بریدونو کې د مُلکي خلکو په نښه کول غندي او له دولت څخه هم یو لړ غوښتنې لري.
د ماسپښین تر څلورو بجو کابو ۸۰۰ کسانو، د پېښې ټپيانو ته ۳۱۸ زره سي سي وینه ورکړه.
د وینې د بانک رییس عنایت الله هاشمي وویل:«موږ له وړاندې چمتووالی درلود او وینه مو لرله، په بشپړه توګه وینه وه او د ټپيانو لپاره ووېشل شوه.»
په تېرو څو کلونو کې دا په کابل کې بې مخینې برید بلل شوی چې ډېری قربانیان او ټپيان یې مُلکي کسان دي.