د ننګرهار ښیوې ولسوالي کې د سیمه يیزو پولیسو قومندان شیخ اکرم جنازې په مراسمو کې ترسره شوي ځانمرګي برید کې د وژل شوو کسانو کورنۍ غړي نیوکه کوي چې د پېښې څخه شل ورځې تېرېږي خو تراوسه د پېښې څېړنې نه دي پیل شوي.
په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازی نور اغا ملکزی، په دغه پېښه کې یې یو زوی چې د ننګرهار د ولایتي شورا غړی و، وژل شوی او درې نور زامن یې ټپیان شوي دي ادعا کوي چې له پېښې څخه وروسته په ولسي جرګې کې د ننګرهار استازي حضرت علي ساتوونکو لخوا شویو ډزو کې ډېری کسان وژل شوي او ټپيان شوي دي.
په ولسي جرکه کې د ننګرهار د خلکو استازی نور اغا قیس ملکزی وايي:«د دې لپاره چې موضوع ورکه نه شي، مستقیماً مې ملي شورا تعه عریضه کړې او د والي دفتر ته مې هم عریضه کړې ده.»
نوموړوی تور پورې کوي چې د حضرت علي لخوا کواښل کېږي ترڅو د پېښې د څېړولو له غوښتنې تېر شي.
په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي حضرت علي زوی دا ادعاوې ردوي او غواړي د پېښې څېړنې دې وشي.
د حضرت علي زوي او د ننګرهار ولایتي شورا رییس احمد علي په دې اړه وویل:«که چېرې دا ادعا ثابته شي، موږ حاضر یوو محکمې ته ولاړ شو او حاضر یوو د افغانستان خلکو ته ځواب ووایوو.»
خو د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوګیانی وايي چې د دغه برید په اړه څېړنې دوام لري:«کله چې دا څېړنې پای ته ورسېږي، معلومات به د شهیدانو له کورنیو او د افغانستان له خلکو سره شریکې شي.»
ننګرهار کې د جنازې پر مراسمو برید، کابل کې پر زېږنتون له برید څو ساعته وروسته وشو - هغه برید چې په هغه کې د ماشومانو او ښځو په ګډون څه باندې لس تنه شهیدان او کابو شل تنه نور ټپيان شول.
د دغو بریدونو په لړ کې ولسمشر غني د هېواد امنیتي ځواکونو ته حکم وکړ چې له فعال دفاعي حالت څخه ووځي او یرغلي حالت غوره او پر طالبانو بیا ځلې بریدونه پيل کړي.