Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ولسمشرۍ ماڼۍ: د افغانستان او امریکې ترمنځ د همکاریو تړون پلی شوی

ولسمشرۍ ماڼۍ نن (چهارشنبې د مرغومې په ۶ مه) د یوې خبرپاڼې له خپرېدو سره اعلان کړی چې له امریکې سره د افغانستان د همکاریو تړون کابو سل په سلو کې پلی شوی دی.

دغه تړون نړیوالۍ ټولنې ته د افغان حکومت ۲۰۰ ژمنې په ځان کې رانغاړي چې په امنیتي بنسټونو کې اصلاحات او له فساد سره مبارزه د هغه له مهمو برخو څخه دي.

پنځه میاشتې مخکې د حکومت لخوا څلور کمېټې جوړې شوې ترڅو دا تړون چې د نړیوالې ټولنې په وړاندې د حکومت څه د پاسه ۲۰۰ ژمنې په کې دي عملي کړي.

دا کمېټې څلور اصلي برخې لري:

په امنیتي او دفاعي بنسټونو کې اصلاحات

سوله او یوځای والی

ښه حکومتوالي او له اداري فساد سره مبارزه

اقتصاد

خو ولسمشر په خپلو نویو څرګندونو کې اداري فساد د هېوادوالو د بدبختۍ عامل بولي.

ولسمشر غني زیاتوي:«موږ ټول باید د فساد په وړاندې مبارزه وکړو. ځکه فساد دی چې موږ یې در په دره کړي یوو.»

د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي د سولې او بیاراستندنې په برخه کې په سلو کې سل برخې عملي شوې دي.

دا په داسې حال کې دي چې له طالبانو سره د خبرو څرنګوالی او د سولې د بهیر دوام تراوسه روښانه نه دی.

د سولې د عالي شورا مرستیاله حبیبه سرابي وايي:«پخوا د طالبانو وړې ډلې راتلې او د سولې له بهیر سره یوځای کېدې او کله به هم له بده مرغه مدیریت به یې سم نه کېده. یو اندازه زړه وسله به یې راوړله او سپارله به یې، ځکه هغه امکانات چې وو هغه یې اخیستل او بېرته به له طالبانو سره یوځای کېدل.»

په امنیتي او دفاعي برخو کې ویل شوي چې څه د پاسه ۹۷ سلنه ژمنې عملي شوې چې په دغو ژمنو کې د کورنیو چارو په وزارت کې اصلاحات او له تړونونو د ناوړه استفادې مخنیوی شامل دی.

په خبرپاڼه کې راغلي د حکومتوالۍ او له اداري فساد سره د مبارزې په برخو کې ۹۵ سلنه ژمنې عملي شوې دي.

که څه هم افغانستان د فساد له پلوه د هېوادونو په نوملړ کې په نسبي توګه ښه شوی خو تراوسه هم د نړۍ په ۱۷۶ هېوادونو کې ۱۶۹ ځاي لري.

شریک یي کړئ