Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ولسمشر غني له طالبانو سره د اوربند د غځولو غوښتونکی دی

د دولتي ځواکونو په وړاندې د طالبانو د اوربند په لومړنیو ساعتونو کې، ولسمشر غني په ارګ کې د اختر له لمانځه وروسته له دغې ډلې وغوښتل چې د تاوتریخوالي او د افغانستان وګړو وینې تویولو د پای لپاره دغه اوربند دوام پیدا کړي.

هغه وویل:«د شپې له ۱۲ بجو تراوسه په ټول افغانستان کې د دواړو لورو له خوا اوربند عملي دي. دا د هېواد په معاصر تاریخ کې لومړنی اوربند دی. زه د افغانستان خلکو ته د دې مبارکي وایم. موږ له هر اقدام څخه چې د وینې تویولو د مخنیوي لامل کېږي ملاتړ کوو. هیله ده چې دا اوربند دوام پیدا کړي او بیا د چا وینه تویه نه شي.»

ښاغلي غني د سعودي عربستان له شاه او د حرمین او شریفینو له خادم سره د افغانستان د سولې او اوربند په اړه له ټلېفوني اړیکې هم خبر ورکړ او یوځل بیا یې له طالبانو څخه غوښتل چې د سولې له بهیر سره یوځای شي.

هغه د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو ترسراوی یې د نظام په مشروعیت پورې وتړه.

ښاغلي غني ډاډ ورکړ چې په راتلونکو ټاکنو کې د تېرو ټاکنو ترخې تجربې به تکرار نه شي، پارلماني او ولسمشریزې ټاکنې به په خپلو ټاکل شویو وختونو کې به ترسره شي.

د سولې عالي شورا هم طالبان یې د اوربند دوام ته وهڅول او په دغه بهیر کې د افغان حکومت له چمتووالي ډاډ ورکړ.

شریک یي کړئ