د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي په افغانستان کې د مؤقت حکومت په اړه د پاکستان د لومړي وزیر، عمران خان له څرګندونو ناسم پوهاوی شوی دی.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې عمران خان د پاکستان حکومت موډل ته اشاره کړې دا چې ټاکنې د یوه مؤقت حکومت تر څار لاندې ترسره کيږي، او له دې خبرو باید ناسمه اخیسته ونه شي.
خبرپاڼه همداراز زیاتوي چې پاکستان په افغانستان کې د خیر، د افغانانو په مشرۍ د سولې راوستو پرته کومه بله موخه نلري او د عمران خان خبرې باید د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاس وهنې په توګه تعبیر نشي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت به کابل کې د پاکستان د سفیر مرستیال، دې وزارت ته احضار کړی وو.
یاد وزارت همداراز په پاکستان کې د افغانستان سفیر هم د لا ډېرو خبرو په موخه کابل ته راغوښتی دی.
د پاکستان لومړي وزیر اکسپریس تربیو ته ویلي وو چې په افغانستان کې موخې ته د سولې د خبرو رسېدو او همداراز د ستونزو احتمالي حل لار، د مؤقت حکومت رامنځته کول دي.
عمران خان همداراز افغان حکومت له بندون سره د سولې خبرو اترو په مخامخ کولو تورن کړی وو زیاته کړې یې وه چې د مؤقت حکومت رامنځته کېدل به له طالبانو سره د سولې په خبرو کې د بندون له منځه وړو لامل شي.
د پاکستان لومړی وزیر اکسپرس تربیون خبري آژانس ته ویلي چې د افغانستان حکومت د سولې خبرو پر وړاندې خنډ دی، ځکه دوی د کابل او طالبانو ترمنځ خبرې غواړي.
هغه څرګنده کړې وه چې د افغانستان حکومت د نیوکو له کبله یې د طالب استازو سره یوه ناسته لغو کړې ده.