د پروان ولایت ځايي چارواکي وايي چې طالبانو د چهارشنبې په ورځ، هممهاله د دغه ولایت په درې ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي دي.
د دغه ولایت امنیتي چارواکي د دې پخلی کوي چې طالب اورپکو د پروان ولایت د سیاه ګرد، شینواري او د غوربند درې په ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي او د څو ساعتونو لپاره له امنیتي ځواکونو سره نښته بوخت وو.
د پروان د امنتیي ځواکونو د همغږۍ مرکز قومندان الوزی احمدي ویلي دي چې په دغو نښتو کې، دوه وسلهوال طالبان د سیاه ګرد ولسوالۍ وازغر درې سیمه کې وژل شوي او درې تنه نور یې ټپيان شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د چهارشنبې په ورځ خپل پسرلني پوځي عملیات پیل کړل او په یوې خبرپاڼه کې ادعا کړې چې د دغو عملیاتو په لومړنیو ورځو کې په هېواد کې یې ډېر بریدونه ترسره کړي دي.