Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پر تورنو د اسلامي حد جاري کولو لپاره د دین یوه عالم حکم

د هرات د ګازرګاه د جامع جومات خطیب مولوي مجیب الرحمان انصاري، خپلو پلویانو ته حکم کړی چې پر تورنو د اسلامي حد جاري کولو لپاره دې د حکومت پرېکړې ته په تنه نه وي.

د دین دغه عالم سلګونه لمانځکوونکو ته په ونیا کې ګواښ وکړ که چېرې څوک غلا وکړي، شراب وڅښي او د شرعې خلاف کارونه وکړي د پلویانو له خوا به یې د اسلامي قوانینو په رڼا کې سزا ورکړل شي:«که چېرې غل ونیول شي.... باید دارالفتاح ته یوړل شي؛ که چېرې دارالفتاح وویل چې د غله لاس دې پرې شي، باید پرې شي - که چېرې ټول بشري حقونه د هغه تر شا ولاړ وي.»

د هرات والي عبدالقیوم رحیمي وایي چې دا ملا امام یې ملګری دی او نه غواړي چې د هغه پر وړاندې ودرېږي.

هغه زیاتوي:«که چېرې غواړئ ما له هغه سره مخامخ کړئ، زه له هغه سره - چې مولوي صاحب محیب الرحمان دی، ملګری مې دی، د دین عالم دی - مخامخ به نه شم.»

د مولوي مجیب الرحمان دغو خبرو غبرګونونه راپارلي دي.

په هرات کې د سیاسي چارو کارپوه عبدالقادر کامل په دې اړه وايي:«افغانستان د قانون د واکمنۍ لپاره تر ټولو بد هېواد دی؛ هغه څوک چې قانون ته درناوی نه لري او هر څوک هڅه کوي چې خپل نظرونه او شخصي، سلیقوي، ډلیز، تنظیمي او د دموکراتیکو معیارونو خلاف لیدلوري دخیل کړي، د حکومت او قانون وجودي فلسفه تر پوښتنې لاندې راشي.»

په هرات کې د مدني ټولنې فعال سید اشرف سادات څرګندوي:«په هرات کې د حکومتوالۍ کمزورتیا د دې لامل شوی چې ستونزې او د قانون کمزورتیا په اړه غږونه ولرو.»

مولوي مجیب الرحمان ویلي دي چې د اسلامي قوانینو پلې کېدل به په لومړي سر کې د خواجه عبدالله انصاري په زیارت پورې اړوندو ځایونو نه پیل شي او وروسته به ټول هېواد ته پراختیا ومومي.

شریک یي کړئ