د هېواد لویې څارنوالۍ کې سرچینې طلوع نیوز ته وايي په پلازمېنه کابل کې پر انټرکانټیننټال هوټل د برید زمینې مساعدولو په تور اته کسان د محکمې لخوا مجرم پېژندل شوي او بند ته لېږدول شوي دي.
سرچینې نن(دوشنبې د سلواغې په ۱۵مه نېټه) زیاتوي اته تور کسان هوټل ته چاودېدونکو توکو لېږد او همداراز پر هوټل د برید لپاره د اسانتیاو برابرولو په تړاو د محکمې لخوا مجرم پېژندل شوي دي.
سرچینه زیاتوي چې د اتو تنو له ډلې درې یې په ۲۰ او پنځه نور یې په ۲۲ کاله بند محکوم شوي دي.
د تېر ۱۳۹۶ لمریز کال د مرغومې میاشتې په ۳۰ نېټه یو شمېر وسلهوالو په کابل کې پر انټرکانټیننټال هوټل برید وکړ او کابو ۱۷ ساعته له افغان ځواکونو سره په نښته بوخت وو.
په دې برید کې ۱۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړ او شپږ تنه نور تپيان شول.
پر یاد هوټل ۲۰۱۱ زیږدیز کال کې هم وسلهوال برید شوی وو چې په ترڅ کې یې ۱۲ تنه وژل شوي وو.
طالبانو د یاد برید مسوولیت منلی وو.
په دې اړه مو اندونه