Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پر کانټیننټل د برید څرنګوالي دوسیه ولسمشرۍ ماڼۍ ته واستول شوه

پر انټر کانټيننټل هوټل له برید یوه میاشت وروسته، اوس لویه څارنوالۍ وايي چې د دغه برید د څرنګوالي دوسیه، ولسمشرۍ ماڼۍ ته استول شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وايي چې دغه دوسیه، موده وړاندې لویې څارنوالۍ ته استول شوې وه او حقیقت موندونکي پلاوي د هغه په اړه څېړنې پیل کړې وې.

ښاغلی دانش زیاتوي چې د لومړنیو مالوماتو له راغونډولو وروسته، لویې څارنوالۍ په دې تړاو د پنځو تنو د نیولو حکم صادر کړ او درې تنه نور یې ممنوع الخروج اعلان کړل.

خو سرچینې د څه باندې ۱۰ تنو له نیولو او د کابو پنځو تنو د ممنوع الخروج خبر ورکوي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش څرګنده کړه:«موږ دا دوسیه بشپړه کړې او لویې څارنوالۍ ته مو تسلیم کړي په دغې پېښه کې هماغه وخت جدي تورونه ورته متوجه وو چې د څارنوالۍ له خوا یې د نیولو حکم ورکړل شوی وه.»

خو د ولسمشرۍ ماڼۍ د رسنیو دفتر هم په دې تړاو مالومات نه ورکوي.

مالوماتو ته دلاسرسۍ د څار کمېسیون غړی عین الدین بهادري په دې اړه وايي:«افغان دولت مکلف دی د مالوماتو له ورکړې سره. هر کله چې دولت په موثقه توګه اطلاعات د رسنیو په واک کې ور نه کړي په دې مانا دي د افغانستان د خلکو دښمنان په برعکس توګه مالومات د خلکو په واک کې ورکوي او له بده مرغه چې دښمنان له همدغې مالوماتي تشې څخه استفاده کوي»

پر انټر کانټيننټل هوټل د برید پرمهال پنځوسو کسانو ته مرګ ژوبله وواښته چې په وژل شوو کې بهرني وګړي هم شامل وو.

کورنیو چارو وزارت له دې مخکې ویلي وو چې ښايي د هوټل دننه ځينو کسانو د ترهګرو سره د برید پرمهال لاس یو کړی وي.

کورنیو چارو وزارت په دې هوټل د ترهګرو یو پيچلی برید بللی وو او د يوې اونۍ پرمهال د مالوماتو ورکولو خبر يي وکړ خو له هغې مودې راهیسې څلور اوونۍ ترې شوې چې د دغې پېښې په تړاو هېڅ جزییات نه‎دي ورکړل شوي.

شریک یي کړئ