Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په افغانستان کې د رڼو ټاکنو په ترسره کېدو دبريټانیا د سفیر ټینګار

په افغانستان کې د بريټانیا سفیر ډامنیک جرمي له طلوع نیوز سره په مرکه کې ویلي چې هره هڅه چې په افغانستان کې د رڼو او له درغلۍ لیرې ټاکنو سره مرسته وکړي هېواد یې له هغې څخه به ملاتړ وکړي.

دغه بریټانیوی ډپيلوماټ چې هرات ولایت ته تللی دی د طلوع نیوز له خبریال سره په مرکه کې وايي چې هېواد یې د افغانستان د ټاکنو د برېښنايي کېدو له بهیر څخه ملاتړ کوي او په دې اړه د افغانستان حکومت او د ټاکنو کمېسیونونو سره به همکاري وکړي،خو هغه څه چې مهم دا دي، چې دغه ټاکنې باید په رڼه توګه ترسره شي.

هغه تینګار کوي چې نړیواله ټولنه په ځانګړې توګه هېواد یې تمه لري ترڅو د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د پارلمان او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو مهال په دقیقه توګه تعیین کړي.

جرمي وویل:«موږ په تمه یوو ترڅو ووینو چې د ټاکنو کمېسیون څه وخت کولای شي ټاکنې ترسره کړي،خو مهمه غوښتنه دا ده چې دغه ټاکنې په رڼه توګه ترسره شي.که‎څه هم موږ تراوسه د پریټانیا په ټاکنو کې له پنسل او کاغذ څخه کار اخلو،خو که‎چېرې د افغانستان د ټاکنو کمېسیون دغه لاره غوره کړئ موږ له هغې ملاتړ کوو.»

د بريټانیې سفیر د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکې مهمې وبللې او وايي چې خوشحاله دی،د افغانستان، پاکستان او بریټانیې ترمنځ درې اړخیزه غونډه د دې لامل شوه چې د افغانستان او پاکستان سوداګریزې اړیکې له سره پيل شي.

که‎څه هم د دغه بریټانیوی ډيپلوماټ وايي نه غواړي چې د درې اړخیزه غونډې په اړه څه ووايي چې د دغو هېوادونو ترمنځ څه ترسره شول خو وايي چې هیله ده دغه خبرې اترې د افغانستان او پاکستان ترمنځ یو ښه پيل وي.

ښاغلي جرمې زیاته کړه:«زه نه غواړم د بریټانیا د ملي امنیت د سلاکار د خبرو په اړه څه ووایم چې په دغې غونډه کې یې حضور درلود خو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نېکو اړیکو دوام د دواړو هېوادونو په ګټه دی او موږ هم له هغې هرکلی کوو،او هیله لرو چې دغه خبرې اترې د افغانستان او پاکستان ترمنځ یوه ښه پيلامه وي.»

هرات ته د بریټانیا د سفیر په یو ورځني سفر کې د خپل هېواد د څو پراختیايي پروګرامونو چې د هېواد له مرستو څخه یې دي هم لیدنه وکړه او له افغانستان سره یې د خپل هېواد پر مرستو ټينګار وکړ.

شریک یي کړئ