Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اسلامي امارت دوه وزارتونه او ټاکنیز کمېسیونونه منحل کړل

اسلامي امارت د واګي له ترلاسه کولو وروسته یو شمېر دولتي بنسټونه د حکومت له اډانې واېستل.

سرپرستې کابینې، په سولې او پارلماني چارو کې د دولت د وزارتونو او د ټاکنیزو کمېسیونونو د انحلال په تړاو پرېکړې کړې دي.

د اسلامي امارت د ویاند وايي مرستیال د یادو بنسټونو د کار دوام ته هېڅ اړتیا نه ويني او زیاتوي، هڅې روانې دي چې، د دغو منحل شویو بنسټونو کارکوونکي په نورو ځایونو کې پر دندو وګومارل شي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وویل:«په ټولو بنسټونو کې لاس په کار یوو چې کارکوونکي یې تنظیم شي، د ځای او وړتیا په مطابق چې موږ یې لرو خلک جذب کېږي، خو هغه بستونه او ادارې چې ورته اړتیا نشته باید کارکوونکو ته یې یو بدیل پيدا شي.»

له دې سره سم، د سیاسي چارو ځينې شنونکي له دغې پرېکړې د هر کلي تر څنګ وايي، منحل شوي بنسټونه تر دې مخکې هم په حکومتوالۍ په چارو کې چندانې اغېزناک نه وو؛ بلکې هسې یې بودیجه مصرفېده.

په پارلماني چارو کې د دولت وزارت ۴۰۳ بستونه، د سولې په چارو کې د دولت وزارت ۳۸ څانګې او همداراز ټاکنیزو کمېسیونونو ۵۸۲ دایمي بستونه، ۱۷۶ مرکزي بستونه او ۲۶۳ ولایتي بستونه درلودل.

خو د چارو ځينې نور شنونکي بیا په دې تړاو داسې غبرګون ښيي.

د سیاسي چارو شنوونکی جوادحسیني وايي:«له بده مرغه چې اوس پارلمان شتون نه لري او له ټاکنو او همدارنګه داسې سیسټم چې دولتي کارکوونکي وګوماري شتون نه لري. له همدې امله دغه بنسټونه حذف شوي دي.»

د پوهنتون استاد حکمت الله میزاده څرګندوي:«د وزارتونو او کمېسیونونو منحل کول په واقعیت کې کولای شو چې د جمهوریت او ډموکراسۍ د نښو د له منځه تلل وګڼو.»

د ویلو ده چې، تر دې مخکې د اسلامي امارت د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت د تېر حکومت د ښځو چارو وزارت په اډانه کې جوړ شو او دغې چارې بیا د یو شمېر ښځو غبرګونونه هم راوپارول.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه