د چارو ادارې مسوولان د خپل یو کلن کاري راپور د وړاندې کولو پر مهال وایي، دوی د حکومتولۍ د چارو د ښهوالي لپاره اته ادارې له منځه وړي او شپږ نوې ادارې یې رامنځته کړي دي.
د دې ادارې مالي او اداري مرستیال وایي، هغه کارکوونکي چې په دې بدلونونو کې یې دندې له لاسه ورکړي، ډېر ژر به په نورو ادارو کې په دندو وګمارل شي.
د چارو ادارې مالي او اداري مرستیال عبدالسلام حقاني وايي: «که یو شمېر کارکوونکي بېبرخلیکه شوي او برخلیک یې مالوم نهدی، د هغوی په اړه په کابینه کې پرېکړه شوې چې د هغوی نومونه راټول شي او برخلیک یې مالوم شي.»
ورته مهال، د دې ادارې د پالیسۍ او څارنې مرستیال د کابینې د سرپرستۍ په اړه وايي چې دوی لومړی د هېواد د اقتصادي وضعیت د ښه والي لپاره کار کوي.
د چارو ادارې د پالیسۍ او څارنې مرستیال سیف الدین تایب وايي: «
اسلامي امارت هڅه کوي چې د خلکو اقتصادي مسایل لا نور هم سم کړي او د اقتصاد پالیسي غوره کړي. د اسلامي امارت اقتصاد په خپلو پښو ودرېږي، د کابینې په اړه د اسلامي امارت مشرتابه د دایمي کابینې د بیا جوړولو پریکړه وکړي.»
د دې ادارې د مسوولانو په وینا، په وروستي یوه کال کې د اسلامي امارت په ادارو په تېره بیا ګمرکونو کې فساد د پاموړ کم شوی دی.