د افغانستان د ټاکنو کمېسیون پخوانی رییس، احمد یوسف نورستاني د امریکا یوې فدرال محکمې لخوا په ۶ میاشتیني کورني بند محکوم شو.
د افغانستان بیا رغونې لپاره د امریکا څانګړې څار اداره (سیګر) چهارشنبې(د وږي په ۱۲مه نېټه) یوې خبرپاڼه کې اعلان کړی دی چې ښاغلی نورستاني "له عمومي بودجې د غلا" په تور محکوم شوی دی.
په همدې حال کې د ښاغلي نورستاني کړه وړه به هم تر درېوو کالو څارل کیږي.
د سیګر خبرپاڼه کې راغلي دي چې نورستاني د ۲۰۱۹ زیږدیز کال په وروستیو کې پر ځان تورونه منلي وو او دولت ته یې د پیسو د بیا لېږد سره هوکړه کړې وه.
پر ښاغلي نورستاني ۲۰۱۹ زیږدیز تورونه مطرح شول او د امریکا کالفرنیا په یوې محکمې کې یې اعتراف وکړ دا چې ۲۰۱۵ تر ۲۰۱۸ زیږدیز کلونو کې یې د سفرونو او د ژوند ځای په تړاو دروغ ویلي او په غیرقانوني توګه یې له ۱۰۰ زرو ډېرې امریکايي ډالره د ټولنیزې هوساینې په توګه ترلاسه کړي دي.
احمد یوسف نورستاني له ۲۰۱۳ تر ۲۰۱۶ زیږدیزو کلونو پورې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییس وو. هه همداراز ۲۰۱۸ زیږدیز کال کې د ولسمشر غني لخوا د مشرانې جرګې انتصابي غړي په توګه وګمارل شو.