د «میګا»یا نړیوال بانک د څو اړخیزو پانګونې د تضمین نمایندهګۍ په افغانستان کې د سترو پانګونو لپاره د بیمې خدمات برابره وي.
د دغه بانک د نویو رپوټونو پر بنسټ،تراوسه په افغانستان کې درې سترو پانګوالو شرکتونو،له ۱۵۴ مېلیونو ډالرو بیمې سره«د میګا»له خوا ځانګړي شوي دي.
له بلخوا د هېواد د صنایع د څېښتنو ټولنه د نړیوال بانک له خوا په د بیمې خدمتونو پراختیا په هېواد کې د پانګونې د زیاتوالي لپاره ډېر مهم ګڼي.
میګا یا د نړیوال بانک د څو اړخیزو پانګونې د تضمین نمایندهګي،د پراختیا په حال کې هېوادونو د سوداګرۍ د تضمین په موخه رامنځته شوې ده.
د نړیوال بانک د مالوماتو پر بنسټ تراوسه «میګا»په افغانستان کې درې سترو شرکتونو ته د بیمې چوپړتیاوې وړاندې کړې دي.
د افغانستان د نړیوالۍ پانګونې او سوداګرۍ خونې د عامل پلاوي رییس عبدالقدیر بهمن وايي:«نړیوال بانک یو شمېر شرکتونونه یې د میګا له لارې بیمه کړي دي خو د دغه بنسټ له چوپړتیاو څخه پوهاوی ډېر کم دی او دمګړۍ اړتیا ده چې په دغه برخه کې لازم پوهاوی ورکړل شي ترڅو په افغانستان کې لازمو پانګونو ته زمینه برابره شي.»
له بلخوا د خصوصی څانګې یو شمېر مسؤولان په هېواد کې د پانګونې د خوندیتوب نشتوالی او د سترو پانګونو په وړاندې ننګونو ته په اشارې سره وايي چې نړیوال بانک باید په دې برخه کې خپلې هڅې زیاتې کړي.
د صنایع څېښتنو ټولنې رییس سخي احمد پیمان وايي:«موږ اړتیا لرو هغو ستونزو ته په پام کې نیولو سره چې شتون لري باید په دې برخه کې اړینې زمینې برابرې شي ترڅو شرکتونه د پانګونې د تضمین یوه سرچینه ولري،له هغې څخه پرته پانګونې بې په هېواد کې پرمختګ ونهلري.»
د نړیوالۍ سوداګرۍ او صنایع خونې د مالوماتو پر بنسټ «میګا»یا د نړیوال بانک د څو اړخیزو پانګونو د تضمین نمایندهګي،په افغانستان کې د درې شرکتونو پانګونه یې د نظام د بدلون او سوداګریزو ستونزو د رامنځته کېدو په وړاندې بیمه کړي دي.