Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پر سل بستریز روغتون برید؛ ځينې قربانیانې امیندواره ښځې وې

په کابل کې د تېرې ورځې پر سل بستریز نسايي او ولادي روغتون برید د ۲۴ تنو وژل شویو کسانو له ډلې، د هغوی یوه ستره برخه امیندواره ښځې وې او یا هغه ښځې وې چې نوی یې زېږون کړی و.

هاجر چې د خپل دویم اولاد د زېږون لپاره دغه روغتون ته راغلې وه، له زېږون مخکې د وسله والو بریدګرو له خوا ووژل شوه.

نن چهارشنبې د هاجر مړی د کابل په لوېدیځ کې عمومي هدیره کې هغه ځای چې د ترهګریزو پېښو په لسګونه قربانیان خښ کړل شوي دي، خاورې ته وسپاره شوه.

راضیه د هاجر لومړنۍ ماشومه ده چې شپږکلنه ده. هغه د تل لپاره د خپلې مور له غېږې لیرې پاتې شوه.

د هاجر خاوند محمد حسین په دې اړه وايي:«راضیه تراوسه د خپلې مور له مرګه نه ده خبره. ورته مې ونه ویل. زموږ د خپلوانو په کور کې وه او اوس کور ته راغلې ده. ویل یې ستونزمن دي. زموږ لپاره ډېره سخته ده.»

هاجر یې نن له هغه ماشوم سره چې نړۍ ته راتلوونکی و، یو ځای خاورو ته وسپارله.

د هاجر خسر صفدر یعقوبي هم وویل:«له هاجره یوه شپږ کلنه لور پاتې ده. ټاکل شوې وه چې یو بل ماشوم هم ولري، خو ولاړه.»

د هاجر د کورنۍ له خپلوانو محمد باقر خلیلي په دې اړه څرګندوي:«هغه میندې وې چې د مور کېدو تمه یې لرله او هغه پلرونه وو چې د روغتون د دوازې تر شا د پلار کېدو په تمه وو او هغه ماشومان وو چې ښايي په راتلوونکي کې یو څه کېدل. دا یو جنګي او بشري جنایت دی. په هېڅ مکتب او هېڅ دین کې روا نه دی.»

تېره ورځ پر یوه روغتون برید چې هغه هم نسايي ولادي (زېږنتون) و، په خپل ډول کې بې مخنینی برید و.
  
هاجر چې د خپل دویم اولاد د زېږون لپاره دغه روغتون ته راغلې وه، له زېږون مخکې د وسله والو بریدګرو له خوا ووژله شوه.

شریک یي کړئ