Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په برېښنايي پېژندپاڼه د پېژاند له لیکلو سره د ځينو استازو مخالفت

د ولسي جرګې څه باندې ۵۰ غړو لاسلیکونه راغونډ کړي دي او په برېښنايي پېژند پاڼو کې د ملت، قوم او دین کلیمو د لیکلو لپاره د ملي شورا د ګډې کمېټې پېکړه ناسمه بولي او غواړي چې په دې اړه بیا کتنه وشي.

د دغه استازو استدلال دا دی چې د پارلمان څلور غړي چې د ګډې کمېټې غړیتوب لري، د دغې کمېټې د پرېکړې په غونډه کې نه وو او د اساسي قانون د سلمې مادې په استناد، د دغې کمېټې د نورو غړو پرېکړه ناقانونه ده.

د ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي په دې اړه وویل:«لکه چې د نړۍ په ټولو هېوادونو کې پېژندپاڼه یې  هغه معیارونه لري چې د تذکرې پخواني قانون ورکړي وي، خو ولسمشر د دې پر ځای چې هغه نافذ کړي او د قانون پر ستونزو پوه شي، تعدیل کړ له دې څخه پرته چې د داوړو جرګو مصوب نافذ کړي.»

بل مخالف استازی عبدالولي نیازی هم وايي:«په لسګونه نور موردونه چې په دې ځای کې شته؛ داسې دا په اجنډا کې شامل کړئ له هغې څخه پرته په ولسي جرګه کې شخړه رامنځته کېږي چې غونډول یې بیا تاسو ته سخت وي.»

میرداد نجرابي، ناجیه ایماق، عبدالودود پيمان او عبدالقیوم سجادي د ولسي جرګې د ګډې کمېټې هغه غړي وو چې په د دغې کمېټې په غونډه کې حضور نه درلود.

خو د ولسي جرګې ځیني نور غړي وایي چې د دې قانوني سند په اړه نورې خبرې نه دي په کار.

د ولسي جرګې غړی عبدالحی اخندزاده په دې اړه وايي:«دغه قانون خپل ټول قانوني او اصولي پړاونه وهلي دي.»

د ملي یووالي حکومت له پیل سره ولسمشر غني شاوخوا درې کاله وړاندې د وګړو د احوال ثبت قانون لاسلیک کړ او هغه په قانون کې د ملت، ملیت او دین وییونه ځای کړل، خو وروسته تر هغو چې هېوادوالو پر دې کار اعتراض وکړ، ولسمشر غني فرمان ورکړ چې په برېښنایي تذکرو کې دې د ملت او قوم وييونه هم ځای کړل شي.اوس به ولیدل شي چې حکومت به پر کومې بڼې سره د برېښنایي پېژندپاڼو وېشل پیل کړي.

برېښنایي تذکرو د ملت او قوم د وییو پر سر لانجه یو ځل بیا هغه مهال راپورته شوه چې د جرګې ګډې کمېټې د ولسمشر تقنیني فرمان دوې اوونۍ وړاندې تایید کړ، هغه څه چې د ولسي جرګې څه باندې ۵۰ غړي ورسره مخالف دي.

شریک یي کړئ