Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په تېر یوه کال کې ننګرهار د امریکايي سرتېرو لپاره خونړی ولایت

رپوټونه رسوي چې د ننګرهار او د افغانستان په ختیځ کې ځينې نور ولایتونه چې له پاکستان سره ګډه پوله لري، په تېر یوه کال کې د امریکايي سرتېرو لپاره مرګونی ځای وه.

د تېر کال د مارچ له میاشتې (د روان لمریز کال له وري میاشتې) راهیسې امریکايي جنګي الوتکو پر ترهګرو په سلګونه بریدونه ترسره کړل. همدارنګه په دغې موده کې، د امریکې ځانګو ځواکونو هم په سلګونه تکتیکي عملیات په دغو ولایت کې په لاره واچول.

په رپوټ کې راغلي دي چې په ۲۰۱۷ زیږدیز کال کې د امریکايي سرتېرو مرګ ژوبله په ځلونو له هغه مهاله کمه ده چې په ۲۰۰۷ زیږدیز کال کې په عراق کې او په ۲۰۱۰ کې په افغانستان کې وه، خو په دې وروستیو کې ننګرهار په هېواد کې هغه ولایت دی چې د امریکايي ځواکونو د ډېرې مرګ ژوبلې شاهد ده. لکه څرنګه چې امریکا خپله تر ټولو اوږده جګړه پراخوي.

په ننګرهار کې د امریکايي ځواکونو د تېر کال مرګ ژوبله، له ترهګرۍ سره د جدي مبارزې له امله وه چې له داعش سره د مبارزې لپاره امریکايي ځواکونه یې د افغاني واحدونو ترڅنګ انعطاف منوونکي کړي دي. دغې ډلې په وروستیو کلونو کې خپلې ولې غځولې دي، حتا په هغو ځایونو کې چې طالبان هم فعال دي او دا یوه درې اړخیزه جګړه ده.

د تېر کال په جولای میاشت کې یو نوی ماموریت چې په هملند کې پیل شو، هوايي بریدونه او په دغه ولایت کې د طالبانو د نشه‎يي توکو د مخنیوي لپاره د ځانګړو عملیاتو زیاتوالی دی.

دا ټول په افغانستان کې د امریکې د نوې تګلارې د وروستیو بدلونو یوه برخه ده چې ډونلډ ټرمپ د تېر کال په اګست میاشت کې اعلان کړ چې امریکايي ځواکونو ته اجازه ورکوي ترڅو پر ترهګرو او طالبانو په پراخه کچه برید وکړي او د جنګي ځواکونو د ملاتړ لپاره یې په زرګونه تنه ځواکونه افغانستان ته واستول.

اوس‎مهال په افغانستان کې د امریکې ۱۴ زره ځواکونه مېشت دي. دا شمېر یو کال مخکې ۱۱ تنو ته رسېده.

امریکایي ځواکونو په نوي زیږدیز کال کې خپله لومړنۍ قرباني د یوې نښتې په ترڅ کې د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې ورکړه.

شریک یي کړئ