Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په زرغونو او نارنجي خوځښتونو د لاس پورې کولو لپاره د نور ګواښ

د ولسمشر له خوا د بلخ لیرې کړل شوی والي عطامحمد نور یو وار بیا حکومت ته ګواښ کوي که‎چېرې له هغه سره هوکړې ته ونه رسېږي جدي لارې به غوره کړي.

ښاغلی نور چې نن له غرمې وروسته په مزارشریف کې د خپلو پلویانو په منځ کې خبرې کولې، ملي یوالي حکومت یې د هوکړې پر بنسټ مصلحتي حکومت او د اساسي قانون پر خلاف وباله.

هغه زیاته کړه:«هغه زرغون حرکت چې له تاسو مې وغوښت، هغه دی چې جوپه جوپه واټونو ته ووځو او خپلې غوښتنې وغواړو؛ که‎چېرې اورېدونکي غوږونه وي او ستونزه حل شوه، ښه؛ که‎چېرې نه‎شوه، نارنجي حرکتونو ته مخه کوو؛ دا کوم خوځښت دی؟ همدا ډول ډلې ډلې واټونو ته راوځو او په ټولو ولایتونو کې دولتي ادارې بندوو.»

عطامحمد نور وایي، که ولسمشر په خپلو خبرو ریښتنی دی باید د جمعیت او حکومت ترمنځ د هوکړې متن لاسلیک کړي.

.جان بس، په کابل کې د امریکا سفیر ویلي دي چې ولسمشر واک لري ترڅو خپل کارکوونکي لیرې کړي.

نوموړی زیاتوي په کابل کې د امریکا سفیر باید یو ځل بیا د افغانستان اساسي قانون ولولي.

عطا محمد نور زیاته کړه:«دا حکومت، توافقي حکومت دی، د یوه هېواد سفیر په افغانستان کې د قانون خبره وکړه، که څه هم موږ د امریکا د ولسمشر د مرستیال مایک پنس پر دریځ توسل کوو، زموږ لپاره معیار او ریښتینوالي هغه دی چې له سپینې ماڼۍ غږ پورته شوی او له هغه مو هرکلی هم کړی. شونې ده چې ارګ له ډېرې زارۍ سره، سفیر یې چمتو کړی وي چې ځينې خبرې وکړي، خو زه ورته وایم چې لومړی یو ځل د افغانستان اساسي قانون ولوله، د افغانستان شرایط درک کړه.»

ښاغلی نور زیاتوي چې اسلامي جمعیت د ملي یووالي حکومت یو لوری دی نو له همدې امله د ده استعفا د ولسمشر او اجراییه رییس له استعفا سره برابره ده.

هغه څرګندوي:«که‎چېرې زما پر استعفا، د جمعیت د مشرتابه او زموږ د متحدانو څخه پرته تایید وشي، زما استعفا په نېته توګه د ولسمشر او اجراییه رییس له استعفا سره اړیکه نیسي؛ درې واړه بیا یو ځای استعفا ورکوو.»

د ولسمشرۍ ماڼۍ او د استازو غبرګون

د دغو شخړو له دوام سره جوخت، په ولسي جرګه کې د خلکو استازي، د دغه بهیر له منفي پایلو ګواښ کوي.

د ولسي جرګې دویم مرستیال نذیر احمد احمدزی وايي که‎چېرې وضعیت په همدې ډول دوام پيدا کړي، نه یوازې په هېواد کې ترهګرو ته زمینه برابرېږي بلکې د خلکو پر ژوند او کار هم اغېزه کوي.

له یوې میاشتې وروسته، دا لومړی ځل دی چې یو حکومتي چارواکی د ښاغلي نور په اړه خبرې کوي.

له دې ټولو سره، د ښاغلي نور له ګوښه کېدو وروسته، د چارو ادارې مرستیال، هارون چخانسوري یوازینی حکومتي کس دی چې په دې اړه خبرې کوي.

هغه نن له غرمې وروسته په کابل کې خبرې غونډې ته وویل:«د ښاغلي نور موضوع، یوه کوچنۍ کورنۍ موضوع ده او ډېر ژر به حل شي.»

عطامحمد نور وايي، د ملي یووالي حکومت د محصلتي هوکړې پر بنسټ رامنځته شوی او زیاتوي چې په هېواد کې د ملي یووالي حکومت جوړښت د اساسي قانون پر خلاف دی.

شریک یي کړئ