د ملي امنیت عمومي ریاست وايي چې د دغه ریاست کارکوونکو په لغمان کې د یوه ځانمرګي برید مخینوی کړی دی.
د پنجشنبې په ورځ (د غبرګولي په ۳ مه) د دغه ریاست لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي امنیت ځانګرو ځواکونود محمد هارون په نام د طالبانو یو غړی چې غوښتل یې په مهترلام ښار کې ځانمرګی برید وکړي، نیولی دی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې نیول شوي کس په لومړنیو څېړنو کې اعتراف کړی چې غوښتل یې د لغمان په علیشنګ ولسوالۍ کې پر امنیتي ځواکونو برید وکړي.
اخوا طالبانو تراوسه د دغه خبر پخلی نه دی کړی.