د ملي یووالي حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله د زنبق څلور لاره د سالم ایزیار او د غبرګولي د ۱۰ مې د وژل شویو په نامه د نومولو په مراسمو کې وینا کوله، ټینګار وکړ چې سیاستوال له خپلو شخړیزو خبرو سره په اصل کې دښمن ته لاره هواروي.
له بلخوا محمد علم ایزدیار وايي چې حکومت د ترهګریزو پېښو د مخنيوي لپاره هېڅ پروګرام نه لري، او همدارنګه تراوسه هېڅ پېښه په سمه توګه څېړل شوې نه ده.
عبدالله عبدالله وویل:«کهچېرې موږ د جګړې لیکه ګډه وډه کړو کهچېرې دا د دولتي چارواکو د څرګندونو له امله وي، یا د هغو کسانو چې په اوپوزسیون کې دي یا له حکومت څخه بهردي. کهچېرې دغه لیکه ګډه وډه کړو وروسته خدای مه کړه د دښمن ژرندې ته اوبه خوشې کول دي.»
عبدالله د عطا محمد نور د نیوکو په اړه وايي:«ویلي یې دي چې وشرمېږې چې د سپیدار لپاره د خلکو په وینو پښه اږدي، کهچېرې واقعاً موږ دا کار وکړو له شرم څخه په ځلونو و دې مرو.»
خو د بدلون پاڅون؛ لا هم پر خپلو غوښتنو ټینګار کوي.
د بدلون پاڅون غړي سخي زاده په دې اړه وویل:«د بدلون پاڅون د ښاغلي اشرف غني او د ښاغلي عبدالله عبدالله د ګوښه کېدو غوښتونکي دي، د بدلون پاڅون سترې محکمې او نړیوالۍ محکمې ته د حکومت د مشرانو د دوسیو د رسمي کېدو غوښتونکي دي ترڅو ارګ او سپیدار د بدلون پاڅون د شهیدانو د دوسیې په اړه محاکمه شي. د بدلون پاڅون د ملي امنیت د سلاکار، د کورنیو چارو وزیر، د ملي امنیت رییس، د کابل د ګارنیزون او جنرال داود تره خېل محاکمه او ګوښه کول غواړي.»
له دې سره د مشرانو جرګې لومړی مرستیال، چې زوی یې د غبرګولي د ۱۲مې نېټې په لاریون کې وژل شوی، د ترهګریزو پېښو پر څېړنه ټینګار کوي.
د ولسي جرګې دویم مرستیال محمد علم ایزدیار وویل:«له بده مرغه دغه پېښې په پرلهپسې توګه تکرارېږي او د هغوی د مخنیوي لپاره کومه څرګنده او سمه تګلاره نشته.»
د کابل د زنبق په څلور لارې کې له خونړۍ پېښې دوه ورځې وروسته؛ د خلکو لاریون په تاوتریخوالي واوښت او د امنیتي ځواکونو له خوا څو تنه لاریونوال ووژل شول.