Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په وردکو کې د ۱۵ طالب اورپکو وژل کېدل

د میدان وردکو ولایت امنیتي چارواکي وايي چې تول هغه ۱۵ طالب اورپکي چې غوښتل یې د دغه ولایت په دشت بالا سیمه کې د هېواد د ملي پولیسو پر روزنیز مرکز برید وکړ، د دغو ځواکونو له خوا ووژل شول.

د میدان وردکو د امنیه قومندان فهیم قایم، په یوې خبرپاڼه کې چې د چهارشنبې په ورځ خپره شوې ویلي چې په دغې نښته کې امنیتي ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

هغه زیاته کړه:«تېره ورځ ماښام د سیمې پر وخت د ۶ بجو په شاوخوا کې، د افغانستان د خلکو دښمنانو غوښتل چې د دشت بالا په سیه کې د پولیسو پر روزنیز مرکز برید وکړ او وروسته مرکز ته ننوځي، خو د امنیتي ځواکونو له مقاومت سره مخ شول او دا د امینتي ځواکونو لپاره ستره لاس ته راوړنه ده.»

ښاغلي قایم زیاته کړه:«دښمن لومړی د مرکز مخې ته له چاودېدونکو تکو ډک موټر ته چاودنه ورکړه او درې نور ځانمرګي بریدګرو هم غوښتل چې د میدان وردکو د پولیسو روزنیز مرکز ته ننوځي، خو له نېکه مرغه هغوی د امنیتي ځواکونو له کلک غبرګون سره مخ شول او ډېره مرګ ژوبله یې وزغمله.»

لومړني رپوټونه رسوي چې بریدګرو له درنو وسلو او چاودېدونکو توکو څخه په ګټنې دغه مرکز یې تر برید لاندې نیولی وه.

طالبانو د غونډیو له سره په هاوانونو او نورو وسلو پر دغه مرکز برید وکړ. دغه اکاډمي د هېواد د پولیسو د روزنې یو لوی مرکز دی.

د وردکو ولایت امنیه قوماندان وايي د کابو ۱۵ بریدکوونکو له وژلو سره دغه برید پای ته ورسېد.

شریک یي کړئ